لغمان: د دولتي ځواکونو عملياتو کې يوولس ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۵)

د لغمان ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال يوولس ملکي وګړي وژ ل شوي درې تنه نور ټپيان دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تيره شپه کمانډو ځواکونو د بادپښ مربوط په ګړوچ سيمه کې د عملیاتو پر مهال ياده مرګ ژوبله اړولې ده.

د ځايي سرچينو په وينا، دولتي ځواکونو د پلټنې د عملياتو پر مهال د ځينو کورونو دروازې په بمونو الوزولي چې کورونه ويجاړ شوي او د عامو خلکو له کورونو يې قيمتي مالونه او پيسې هم وړي دي.

په وژل شويو کې يو تن معيوب، درې د کلي مشران سپين ږيري او درې تنه نور د یادې سيمې د لین موټروانان هم شامل دي.

ځينو سرچينو ويلي، په دغه عملياتو کې اوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوشتې چې څوارلس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې عمليات تاييدوي خو د جزياتو له ورکولو ډډه کوي.

تر اوسه د لغمان ولايتي چارواکو او امنيتي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

کمانډو ځواکونه وخت ناوخت د هېواد په ليرې پرتو سيمو کې شپني عملیات کوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close