لغمان: د راستنو شويو ۱۲ زره کډوالو لپاره ښارګوټی منظور شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۴) الماس خدرخېل

د لغمان ولايت په مرکز مهترلام اړوند د باباصيب په دښته کې د نوي ښارګوټي پروژه بشپړه او د حکومت له لوري منظور شوه.

ويل کېږي دغلته به د بېرته راستنو شويو ۱۲ زره کډوالو لپاره د استوګنيزو نمرو د ويش لړۍ ډېره ژر پیل شي.

د کډوالو چارو رئیس وايي، په دغه ښارګوټي کې به هغه کورنيو ته ځمکه یا نمره ورکول کېږي، چې په ۲۰۱۶م کال کې هېواد ته راستانه شوي دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له بېرته راستنو شویو کډوالو وغوښتل، چې د بې نظمیو او غصب د مخنیوي او دغه راز دوی ته په درسته توګه د مرستو د پر وخت رسېدو په خاطر له تیت و پرک حالت څخه باید ځانونه وساتي.

نوموړی زياتوي هغه کډوال، چې لا هم د مهاجرینو چارو له ریاست سره راجستر شوي نه دي خپل ځانونه دې ثبت او راجستر کړي څو د قانون او طرزالعمل سره سم د پلان له مخې ورته په دغه نوي ښار ګوټي کې استوګنیزې نمرې په واک کې ورکړل شي.

که څه هم راستانه شوي کډوال په هېواد کې د کورونو او ځمکو د نه شتون له امله سرټکوي خو نوموړی ښارګوټی به د ځينو هېوادوالو د ژوند کړاو لږ څه راکم کړي.

بايد وويل شي، چې دغه ښار ګوټی د اوسني وخت د ژوند په ټولو عصري اسانتیاوو او ښاریانو ته د غوره ښاري خدماتو په برخه کې په شتو امکاناتو مجهز دی.

د يادونې ده، چې په روان کال کې هېواد ته په زرګونه کډوال ستانه شوي، چې يو شمير کورنۍ د هېواد په دښتو کې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي او دوی شکايت کوي، چې دولت ورته د روغتیا، څښاک اوبو د رسولو او د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close