لغمان: د والي وسله والو لاریون کوونکي وژلي

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د لغمان په قرغیو ولسوالي کې خلکو د دغه ولایت د والي پر ضد لاریون کړی دی چې د والي په امر د والي وسله والو پرې ډزې کړي دي، او ۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
لاریون کوونکي ولایتي اداره په غصب او فساد تورنوي، او وايي چې دغه اداره په فساد کې تر غوږو پورې ډوبه ده.
لاریون کوونکي وایي چې وړمه ورځ د والي په مشرۍ امنیتي ځواکونه په دې موخه سیمې ته ورغلي وو چې د ځمکو د غصب مخنیوی وکړي، خو دوی ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
لاریون کوونکو ولسمشر ته خبر دارۍ ور کړی دی، تر هغو به خپل مړي دفن نکړي، تر څو یې چې د دغه ولایت والي نه وي ګوښه کړی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک که څه هم وايي چې ولسي خلک د طالبانو له لورې وژل شوي دي، خو لاریون کوونکي یې نه مني، او پېښه تر والي پورې تړي.
د یادولو ده چې تېره ورځ په بغلان کې هم دولتي ځواکونو د برېښنا ستنې په توپونو وېشتلې وې چې وروسته يې په طالبانو پورې وتړلې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close