لغمان: د پوليسو په ډزو شپږ تنو لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د پوليسو په ډزو شپږ تنو لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، تېره ورځ د دغه ولايت يوه اوسېدونکي د ولايتي شورا د غړي عزيزالله سره لفظي شخړه کړې، چې نوموړی د هغه د ساتونکو له لوري وهل شوی و  او نن د سيمې لسګونه کسانو لاریون پيل کړ او په دولتي ودانيو يې د ډبرو ګذارونه کول.

د ځواک په وينا، لاريونوالو غوښتل چې د ټاکنو ولايتي کمېسيون ته داخل شي خو د پوليسو له غبرګون سره مخ شول.

نوموړی وايي، د لاريون د قابو کولو په موخه پوليسو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او شپږ تنه نور لاريونوال ټپيان شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ولايتي شورا د غړي او عام کس تر منځ دغه اخ وډب د څه لامله رامنځته شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د پوليسو له لوري په لاريونوالو ډزې کېږي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي بلکې تر دې مخکې د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې د پوليسو په ډزو لاريونوال وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close