لغمان: نامعلومه چورلکو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او ۱۱ کسان یې ځای پرځای وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۵)

د لغمان ولایت د والي ویاند وایی چې تیره شپه دولس بجې د دې ولایت د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې “ناڅرګندو ځواکونو د چورلکو په مټ د سیمیزو خلکو پر کورونو عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې.

د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، دوی هیڅ نه پوهیږي چې څنګه او پر چا عملیات شوي او نه هم له دوی سره په دې تړاو کوم معلومات شریک شوي، ځواک وایي “ دا ډول ړانده عملیات د زغم وړ نه دي“

قومی مشران وایي، په عملیاتو کې د ۸۱ کلن سپینږیري په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي چې زیاتره یې دولتي کارمندان دي.

د بادپښ ولسوالۍ یو قومي مشر ملک محبوب شاه امریکا غږ ته ویلي ” اول طیارې راغلې، په کلي کې ښکته شوې، خلک ترې راکوز شول او د کلي له کورونو نه یې عام خلک راوویستل او بیا یې ووژل”.

یو شمیر دولتي سرچینې وایی چې دا عملیات د امریکایانو په مشرۍ صفر ۲ په نامه ځانګړې قطعې له خوا ترسره شوي خو لا هم معلومه نه ده چې په لوی لاس پر ملکیانو دا عملیات چا او په کوم نیت ترسره کړي.

په ختیځ کې د قول اردو ځینو چارواکو هم رسنیو ته له دې پیښې بې خبري ښوودلې.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې ناڅرګندې چورلکې د ځایي ادارې له خبرولو پرته په یوه سیمه کې عملیات کوي او هغه هم ټول ملکي وګړي په ځانګړي توګه دولت پلوي کسان په لوی لاس په نښه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close