لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ کې طالبانو ګڼ شمېر پوستې نیولي دي

کابل ټکی کام ۰۵/سنبله ۱۳۹۴

راپور فرید احمد

وسله والو طالبانو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پنځه پوستې نیولي دي او یو زیات شمېر سپکه او درنه اسلحه لاس ته ورغلې ده.

برید نن سهار ۵ بجې د دولت شاه ولسوالۍ په چنډال سیمه کې  په یادو پوستو پیل شو، چې په نتېجه کې طالبانو لس پولیس مړه او ټپيان کړل.

له سیمې څخه ځايي اوسېدونکو زمونږ همکار ته وویل چې جګړه لا تردې دمه روانه ده او طالبان د پرمختګ په حالت کې دي.

طالبانو په خپله پاڼه دعوه کړې ده چې د چنډال پراخه سیمه يې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده، خو دولتي سرچینو لا تر دې دمه د یاد برید په اړه څه ندي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close