لغمان کې پر جومات هوايي برید ’۵ کسان شهیدان کړي‘

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د ګلارام سیمې اوسېدونکي وايي چې نن ماسپښین پر یوه جامع جومات هوايي برید شوی، چې له امله یې جومات ویجاړ شوی او ۵ کلیوال شهیدان شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، هوايي برید نن ماسپښین په جومات کې پر دننه ناستو کسانو ترسره شو، چې له امله یې ۵ کسان شهیدان او ۴ نور ټپیان شول.

دولتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شپنیو چاپو او بمبارونو له امله د ملکي وګړو د کورونو ورانېدو تر څنګ جوماتونه هم شهیدان شوي، چې له امله یې د خلکو توند غبرګونونه راپارېدلي دي.

څو ورځې وړاندې، د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په منګتپه سیمه کې د ۱۳ کورونو تر څنګ پر یوه جومات بمبار شوی و، چې په پایله کې یې د کورونو ورانېدو تر څنګ د جومات چت هم ویجاړ شوی و.

تر دې پيښې وروسته، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو په چاپه کې له یوې دیني مدرسې زده کوونکي وایستل او مدرسه یې په بمونو والوزوله.

په دې وروستیو کې د هېواد په کلیوالو سیمو کې شپنۍ چاپې، چې کورني او بهرني ځانګړي ځواکونه برخه پکې اخلي، زیاتې شوې، او زیاتره وختونه یې قربانیان ملکي وګړي وي.

که څه هم ولسي وګړو د چاپو پر ضد اعتراضونه کړي، خو د حکومت او نړیوالو حقوقي ګوندونو له لوري تراوسه د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close