لمونځ څرنګه اداء کړم؟ / لسمه برخه

ليکوال : م، نجم الرحمن  فضلي

بې اودسه اذان کول څنګه دي

پوښتنه : بې اودسه اذان او اقامت کول څنګه دي؟

ځواب : اذان بې اودسه روا دی، خو عادت ګرځول يې پکار نه دي او اقامت بې اودسه مکروه دی صلی الله علیه وسلم [1]).

د سهار په اذان کې د الصلوة خير من النوم ثبوت

پوښتنه : علامه سيد محمد صديق صاحب په کتاب صلی الله علیه وسلم کشف الاسرار) کې د مشکوة شريف په صلی الله علیه وسلم ٦٣ – ١١٤) حواله باندې ليکلي دي : د سهار په اذان کې د صلی الله علیه وسلم الصلوة خير من النوم) الفاظ د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه دي او تراويح هم له هماغې زمانې څخه دي، مګر مشهوره دا ده چې دا زياتونه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له زمانې څخه شوې ده، په تفصيل سره يې که وضاحت وشي تر څو اصل حقيقت خلکو ته معلوم شي؟.

ځواب : دا صحي ده چې د سهار په اذان کې د صلی الله علیه وسلم الصلوة خير من النوم) زياتونه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نده کړې، بلکې دا په ډيرو حديثونو کې په خپله له رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ثابته ده، په موطا امام مالک رحمه الله  کې روايت دى چې مؤذن حضرت عمر رضی الله عنه ته د سهار لمانځه د خبر ورکولو لپاره راغى وې ليدل چې هغه رضی الله عنه بيده دى نو يې دغه الفاظ وويل صلی الله علیه وسلم الصلوة خير من النوم يا امير المؤمنين) حضرت عمر رضی الله عنه ورته وويل : دا جمله د سهار په اذان کې ووايه.

حضرت شيخ مولنا محمد ذکريا کاندهلوي ثم مدني قدس سره په صلی الله علیه وسلم اوجز المسالک شرح موطا امام مالک) کې د دغه حديث لاندې ليکلي دي :

تر ټولو بهترينه توجيه دا ده چې له دې خبرې څخه د حضرت عمر رضی الله عنه مقصد دا وه چې د دغې جملې محل د سهار اذان دى، د امير دروازه نه دى، ګوا که هغه ته د امير المؤمنين په دروازه باندې د دغې جملې ويل خوښ نشول او مؤذن ته يې حکم وکړ چې د سهار په اذان کې د دغې جملې په ويلو باندې اکتفاء وکړي، دغه توجيه حافظ ابن عبد البر رحمه الله  او علامه باجي رحمه الله  غوره کړې ده، او علامه زرقاني رحمه الله  فرمايلي دي چې دغه توجيه متعينه دى، او زما په نزد دغه توجيه تر ټولو بهتره دى.

له دې وروسته حضرت شيخ صاحب نور توجيهات هم نقل کړي دي، بهر حال دا فيصله شوې ده چې د سهار په اذان کې د صلی الله علیه وسلم الصلوة خير من النوم) ويلو حکم په لومړي ځل حضرت عمر فاروق رضی الله عنه نده ورکړى، بلکې دا معمول د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له بابرکته زمانې څخه را شروع دى، حضرت عمر رضی الله عنه د هغه تاکيد کړى.

همدا ډول د تراويح لمونځ د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه را روان دى، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په دغه سلسله کې دوه اهتمامه کړي دي صلی الله علیه وسلم ١) جماعت صلی الله علیه وسلم ٢) شل رکعتونه صلی الله علیه وسلم [2]).

که يو څوک په خپل کور کې لمونځ کوي اذان به کوي که نه

پوښتنه : که يو څوک په خپل کور کې فرض لمونځ کوي نو اذان او اقامت به هم کوي او که نه؟

ځواب : د کلي د مسجد اذان او اقامت ورته کافي دي، خو کول يې ښه دي صلی الله علیه وسلم [3]).

د اذان په جملو کې ساه اخيستل

پوښتنه : د اذان کولو په وخت کې که چيرته په کومه جمله باندې ساه واخيستل شي داسې کول خو به غلط نه وي؟.

ځواب : که چيرته وقفه زياته نه وه نو اذان صحيح دى، مګر د اذان په جملو کې دومره اوژدوالى چې د ساه اخيستلو ته ضرورت پيدا شي دا صحيح نه دى صلی الله علیه وسلم [4]).

مسافر به د سفر په وخت کې اذان او اقامت کوي که نه

پوښتنه : مسافر به د سفر په وخت کې اذان او اقامت کوي او که نه؟

ځواب : هو ! مسافر چې کله له ابادۍ څخه د باندې وي نو اذان او اقامت به دواړه کوي، د اذان نه کول څه پروا نلري خو د اقامت پريښودل مکروه دي صلی الله علیه وسلم [5]).

د تهجد لمانځه لپاره اذان او اقامت کول

پوښتنه : د برات په شپه او د ليلة القدر په شپه باندې زياتره خلک پورته کيژي او عبادت کوي، يو شمير حضرات وايي چې د تهجد لمونځ په جماعت سره اداء کيژي او يو شمير نور خلک يې بيا مخالفت کوي او وايي چې لومړى پوښتنه وکړى بيا عمل کوى، سره له دې چې په سعودي عرب کې تهجد په جماعت سره کيژي کوم چې زياتره وخت په رمضان کې خلک د پشمني په وخت کې په راډيو باندې اوري، نو آيا د تهجدو لمونځ په جماعت سره کيدلاى شي او که نه؟ که جيدلاى شي نو د اذان او اقامت حکم څه دى؟.

ځواب : له تراويح پرته د نورو نفلونو په جماعت سره اداء کول مکروه دي، له همدې امله د تهجدو په جماعت سره اداء کول مکروه دي او د نفلي لمانځه لپاره اذان او اقامت نشته، اذان او اقامت يوازې د پنځه ګونو لمنځونو او د جمعې خصوصيت دى صلی الله علیه وسلم [6]).

که اذان يو سړى وکړي او اقامت بل سړى وکړي دا څنګه دي

پوښتنه : که اذان يو سړی وکړي او اقامت بل سړی ووايي دا څنګه دي، روا دی او که نه؟

ځواب : که اذان کونکی په موقع نه وي، يا خو وي مګر د بل سړي په اقامت کولو نه خفه کيږي بيا روا دی او که خفه کيږي نو بيا د بل سړي لپاره اقامت کول مکروه دي صلی الله علیه وسلم [7]).

د يو ناڅاپي مصيبت په وخت کې اذان کول

پوښتنه : کله کله په ځينو سيمو کې د يو شمير مصيبتونو ويره ډيره زياته شي او دومره ويره او ډار خپور شي چې د ټول کلي خلک له الله تعالى ‘ څخه د مرستې غوښتو لپاره چغې او نعرې وهي، تقريبا د شپې په دولسو بجو په ټولو جوماتونو کې اذانونه کيژي او د همدغو اذانونو لامل له دې پرته بل څه نه وي چې الله تعالى په خپل فضل او کرم سره په دغه ناڅاپي مصيبت کې د خلکو مرسته وکړي، په جوماتونو کې د لوډ سپيکرونو مائيک د دې لپاره استعمالولاى شي تر څو چې آواز تر ليرې پورې ورسيژي او د ويرې اچونکو زړونه ولړزيژي، د يو شمير جوماتونو ملا امامان وايي چې داسې حرکت کول غلط دي، ځګه چې له اذان وروسته د جماعت لمونځ فرض دى، دا په داسې حال کې چې ټول خلک په دې پوهيژي چې دا د لمانځه هيڅ وخت نه دى، په دغه کار سره څه خرج واقع کيژي؟.

ځواب : علامه شامي رحمه الله  ليکلي چې د خير الدين رملي رحمه الله    په حاشيه بحر کې دي : ما د شافعيه ؤ په کتابونو کې ليدلي چې له لمانځه پرته هم په ځينو وختونو کې اذان سنت دى، د بيلګې په توګه د نوي پيدا شوي کوچني په غوژ کې، د پريشاني په وخت کې، د کوم لښکر د ملې په وخت کې، د اور لګيدلو په موقع باندې، د خير الدين رملي رحمه الله  له دغه عبارت څخه معلومه شوه چې د ويرې اچونکو د حملې په وخت کې اذان کول د حنفيانو په کتابونو کې ذکر نه دى، البته د شافعيانو په کتابونو کې مستحب ليکل شوى دى، له همدې امله د داسې پريشانيو په وخت کې مونژ د اذان کولو ترغيب نه ورکوو، مګر که څوک يې وکړي نو مونژ ورته بالکل غلط حرکت هم نه وايو، البته د نوي پيدا شوي کوچني په غوژ کې اذان کول په احاديثو سره ثابت دى او په حنفي فقه کې هم په دې باندې تصريح شوې ده، اذان که چيرته د لمانځه لپاره وکړى شي، مګر بې وخته وکړى شي نو په دې سره هم لمونځ نه فرض کيژي، بلکې د لمانځه د وخت په داخليدو د داسې اذان د را ګرځولو حکم شوى دى، ځکه چې بې وخته اذان کالعدم دى صلی الله علیه وسلم [8]).

([1]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٦، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله  .

([2] ) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٢٩٦، بحواله : اوجز المسالک شرح مؤطا امام مالک، ج : ٢، ص : ٣٠، جامع الاصول، ج : ٩، ص : ٤٤١، کنز العمال، ج : ٨، ص : ٤٠٩، حديث نمبر : ٢٣٤٧١، الاختيار لتعليل المختار، ج : ١، ص : ٦٨.

([3]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٦، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله  .

([4] ) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٢٩٨، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٥٦، فتح القدير، ج : ١، ص : ٢١٣، البحر الرائق، ص : ٢٦٠، ويکره للمؤذن ان يرفع صوته فوق الطاقة، کذا في المضمرات، ج : ١، ص : ٥٦.

([5]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٦، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله  .

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠١، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٨٣، کتاب الصلوة، الباب الخامس، عالمګيري، ج : ١، ص : ٥٣، کتاب الصلوة، الباب الثاني في الاذان، الفصل الاول.

([7]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٧، ستر مفتي حضرت مولنا مفتي محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله  .

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠١، بحواله : شامي حاشيه درمختار، ج : ١، ص : ٣٨٥.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close