لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (پنځمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د څاښت لمانځه وخت او رکعتونه يې

پوښتنه : د څاښت لمانځه وخت کوم يو دی؟ او رکعتونه يې څو دي؟.

ځواب : د څاښت لمانځه وخت د لمر له راختو تر زواله پورې دی، مګر بهتر او غوره دا دی چې د ورځې د يوې برخې له تيريدا وکړی شي، د بيلګې په توګه نن صبا پر شپږ نيمې بجې لمر راخيږي او پر شپږ بجې او دوه پنځوس دقيقو باندې لمر لويږي، نو له شل باندې نهو بجو نه تر زوال پورې د څاښت لمونځ کيدلای شي او رکعتونه يې څلور دي، دوه رکعته هم کيدلا شي او که زيات کول غواړي نو دولس رکعته هم کيدلای شي ([1]).

د زوال وخت پيژندنه

پوښتنه : د لمانځه مکروه وخت، يعنې د زوال په اړه د مختلفو خلکو مختلف نظرونه دي :

(۱) زوال يوازې د يوې يا دوو دقيقو لپاره وي.

(۲) زوال د شلو يا پنځه ويشتو دقيقو لپاره وي.

(۳) د جمعې په ورځ زوال نه وي.

(۴) د زوال لپاره احتياطاً اته يا لس دقيقې کافي دي.

ځواب : د وختونو په نقشو کې په کومو کې چې د زوال وخت ليکل شوی دی د هغه مطلب دا دی چې له دې وروسته لمونځ روا (جائز) دی، په زوال کې ډير وخت نه لګيږي، مګر احتياطاً له نصف النهار (نيمايي ورځې) څخه پنځه دقيقې دمخه او پنځه دقيقې وروسته د لمانځه نه کول پکار دي، د امام ابو يوسف رحمه الله په نزد د جمعې په ورځ د استواء په وخت کې لمونځ صحي دی او د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد مکروه دی، د حضرت امام ابو حنيفة رحمه الله قول د دليل په اعتبار قوي دی او په احتياط باندې بناء دی، له همدې امله عمل د امام ابو حنيفة رحمه الله په قول دی ([2]).

د مازديګر لمانځه لپاره څلورنيمې پجې وخت مقررول

پوښتنه : د مشکوة شريف او ترمذي شريف يو حديث دى او په دغه امامت جبرئيل حديث کې له زوال سمدستي وروسته د ماسپښين لمانځه د اداء کيدو ذکر شوى دى، او د مازديګر لمونځ کله چې سايه يو مثل شي نو له هغې وروسته د مازديګر لمانځه د اداء کولو ذکر موجود دى، له دې صحيحو حديثونو څخه ثابت دى چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سايې له يو مثل کيدو وروسته د مازديګر لمونځ اداء کړى، د همدغه حديث په رڼائي کې دا چې يو شمير خلک کار وباري خلک دي او ټول په جماعت سره لمونځ اداء کوي، په همدې بناء که دوى مناسبه وګڼي چې د مازديګر لمانځه د جماعت لپاره څلور نيمې بجې وخت وټاکي، آيا د دوى دغه ټاکنه په جواز کې داخله ده او که نه؟ يعنې داسې کول روا دي که نه؟.

ځواب : دا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ساعتونه (ګهړۍ) نه وې نو له همدې امله د وختونو تعين د ساعتونو (ګهړيو) او جنتريو له مخې نه کيدو، بلکې د وختونو د تعين لپاره مختلفې نښې مقرر کړي شوې وې، د دغو نښو بيان په مختلفو روايتونو کې راغلى دى او په دغه باره کې يو دوه نه دي، بلکې ډير حديثونه روايت شوي دي، امام ابوحنيفة رحمه الله دغه ټول حديثونه مخته ايښي دي او دا نتيجه يې را ويستلې ده چې د مازديګر وخت هغه مهال شروع کيژي هر کله چې د هر شي سيورى د هغه دوه چنده شي، دا وخت د موسمونو او ځايونو په لحاظ سره بدليژي، په کراچۍ کې د مازديګر وخت کم له کمه په څلور بجې او اته دقيقو باندې (٧ \ دسمبر) وي او زيات نه زيات په پنځه بجو او ديرش دقيقو باندې (١٥ \ جولائي) وي، نن يعنې په (١٤ \ مارچ) د مازديګر وخت په پنځو بجو او دوه دقيقو باندې شروع کيژي، له همدې امله د امام ابوحنيفة رحمه الله په نزد له دې دمخه لمونځ کول صحي نه دي، لهذا نن صبا څلور نيمې بجې وخت چې څوک مقرروي دا د حنفي مسلک په لحاظ صحي نه دى، نو پکار دى چې د لمانځه د وختونو لپاره چې کومې نقشې چاپ شوې دي هغه له ځان سره وساتئ او هره ورځ په هغو کې د مازديګر وخت وګورئ او د هغو مطابق د مازديګر لمانځه لپاره وخت مقرر کړى شي ([3]).

د ماښآم له اذان وروسته د لمانځه څومره وروسته والی پکار دی

پوښتنه : د ماښام له اذان وروسته په لمانځه کې څومره اندازه ورسته والی پکار دی؟ په ځينو ځايونو کې ډير تلوار (بيړه) کيږي؟.

ځواب : دومره اندازه ځنډ پکار دی چې مؤذن له اذان څخه فارغ شي او صف ته ورسيږي او دعا هم پوره کړی شي، هر کله چې مؤذن موجود وي نو بهتره دا ده چې هغه تکبير ووايي يا بل چا ته اجازه ورکړي ([4]).

شفق څه ته وايي

پوښتنه : شفق څه ته وايي؟

ځواب : د لمر له ډوبيدلو څخه وروسته په دغه ځای سرخي وي چې ورته سور شفق ويل کيږي، له دغه سوروالي څخه وروسته سپينوالی وي چې سپين شفق ورته ويل کيږي، له دغه څخه وروسته ټول آسمان يو رنګ شي نو د ماښام وخت ختم شي، له دغه وخت څخه مخکې مخکې د ماښام لمونځ کول پکار دي ([5]).

د ماښآم لمانځه وخت څومره دی

پوښتنه : د ماښام وخت د ماښام له اذان وروسته څو ساعته دی؟.

ځواب : د ماښام وخت عموماً زمونږ په سيمو کې له نيم ساعت څخه يو څه کم دی ([6]).

([1]) فتاوی رحيميه، ۴ : ۸۲، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ١، ص : ٦٣٩، مطلب سنة الضحى.

([2]) آپکی مسايل اور انکا حل، ۳ : ۲۰۷، بحواله : اعلاء السنن، ج : ٢، ص : ٥١، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٣٧٢، مطلب يشترط العلم بدخول الوقت.

([3]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٦٤، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، ج : ١، ص : ٣٥٩ – ٣٦٠.

([4]) محموديه، ۵ : ۳۴۳، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الاذان، ج : ١، ص : ٣٨٩، وکذا في الفتاوى العالمګيرية، الباب الثاني في الاذان، الفصل الثاني في کلمات الاذان والاقامة وکيفيتهما، ج : ١، ص : ٥٧.

([5]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ۵۲، حضرت مولنا محمد کفايت الله دهلوي رحمه الله

([6]) محموديه، ۵ : ۳۴۵، بحواله : الهداية، کتاب الصلوة، ج ک ١، ص : ٨٢، باب المواقيت.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close