لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (څوارلسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د اذان په وخت کې خبرې او وعظ کول

پوښتنه : که يو شمير خلک د اذان له کولو دمخه په جومات کې ناست وو او خبرې يې کولې چې اذان شروع شو، اوس به دوى خبرې بندوي د اذان د الفاظو ځواب به ورکوي او که خبرې به روانې ساتي؟ او که چيرته يوې ډلې خلکو ته وعظ کيدلو او په دې وخت کې د اذان آواز راشي نو د اذان لپاره د وعظ بندول پکار دي او که د وعظ جاري ساتل پکار دي؟.

ځواب : د خبرو جاري ساتل له سنت مخالفت دى، او که په وعظ کې د ديني خبرو ښوونه کيدله بيا يې جاري ساتل روا دي ([1]).

په ټيپ ريکارډ سره اذان او امامت

پوښتنه : په ټيپ ريکارډ سره اذان او اقامت کول صحي دي که نه؟ز

ځواب : په ټيپ ريکارډ سره نه اذان صحي دى او نه امامت، ځګه چې مؤذن او امام هغه چا ته ويل کيژي کوم چې ناطق (ګويان) وي او په ټيپ ريکارډ کې په خپله ګوياني نشته، بلکې هغه بې ارادې، غير مختار ناقل دى کوم چې د بل چا آواز نقل کوي، اذان او امامت عبادت دى کوم چې د زړه په کيفيت سره تر سره کيژي او ټيپ ريکارډ يو جامد او غير حساس شى دى د کوم آواز ته چې عبادت نشي ويل کيداى، د هغه د آواز حيثيت مستقل نه دى بلکې هغه محض تابع دى، له همدې امله که يو سړى خپلې ښځې ته په ټيپ ريکارډ سره طلاق ورکړي او هغه درى ځلې وغژول شي نو يو طلاق واقع کيژي درى نه واقع کيژي، د هغه د تکرار له امله په طلاق کې تکرار نه راځي، همدا ډول که يو کس په ټيپ ريکارډ باندې يو زر ځلې اقرار وکړي او بيا هغه بار بار درى ځلې وغژول شي نو اقرار يو زر ځلې شمارل کيژي درى زره ځلې نه شمارل کيژي، لهذا په همدې ډول شوى اذان او اقامت اذان او اقامت نه دي، بلکې محض د هغوى د آواز او د لفظونو تکرار دى، لکه فقهاؤ د هغو مرغانو چې خبرې ورښودل شوې وي آواز او تلاوت ته د اصل تلاوت درجه نه ده ورکړې او له همدې امله يې د هغوى په آواز د آيت سجده تلاوت په اوريدو سره يې سجده تلاوت نه ده واجب کړې ([2]).

له وخت دمخه اذان کول روا نه دي

پوښتنه : که چيرته له وخت دمخه اذان وکړى شي، يعنې له زوال دمخه وکړى شي آيا دا روا دى؟.

ځواب : د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد له زوال دمخه اذان کول روا نه دي ([3]).

([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ١٧١، بحواله : البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٢٥٩، باب الاذان، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٢٩٢، باب الاذان.

([2]) جديد فقهي مسايل : ٩٢، مولنا خالد سيف الله رحماني.

([3]) فتاوى فريديه، ٢ : ١٧٤، بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٥٣، باب الاذان.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close