لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (یوولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د اذان او اقامت په مينځ کې څومره وقفه پکار ده؟

پوښتنه : د اذان او اقامت په مينځ کې څومره وقفه پکار ده؟

ځواب : يواځې په ماښام کې د اذان او اقامت په مينځ کې د دريو آيتونو لوستلو په اندازه وقفه پکار ده، په نورو لمنځونو کې د اذان او اقامت په مينځ کې دومره وقفه پکار ده چې په خوراک څښاک کې مصروف کسان، يا د اودس ماتي حاجتمند کسان فارغ شي او جمعې ته را رسيدلی شي ([1]).

د اذان او اقامت اجابت څنګه دى؟

پوښتنه : د اذان او اقامت اجابت څنګه دی او حکم يې څه دی؟

ځواب : د اذان او اقامت اجابت مستحب دی، د اجابت مطلب دا دی چې آوريدونکی به هم همغه کلمات وايي کوم چې اذان کونکی او اقامت کونکی وايي، خو په اذان کې به د حی علی الصلوة او حی علی الفلاح په ځواب کې لاحول ولاقوة الا بالله او د سهار په اذان کې به د الصلوة خير من النوم په ځواب کې صدقت وبررت او په اقامت کې به د قد قامت الصلوة په ځواب کې اقامهاالله وادامها وايي ([2]).

اوه اذانونه

پوښتنه : په يو شمير سيمو کې په رمضان المبارک کې د اوه ويشتمې شپې په ماسخوتن کې اوه اذانونه کيژي، غوښتنه دا ده چې د قرآن او حديث په رڼا کې د دغه کار شرعي حيثيت بيان کړى؟.

ځواب : د رمضان المبارک په اوه ويشتمه شپه باندې اوه اذانونه  په حديث او فقه سره ثابت نه دي، له همدې امله دغه کار ته بدعت ويل کيژي ([3]).

د ژيرې کونډى کونکي بايد له اذان او اقامت څخه منع نکړل شي

پوښتنه : د ژيرې کونډى کونکيو اذان او اقامت مکروه تحريمي دى، په يو شمير کليو کې زياتره وخت همداسې خلک هم اذان کوي او هم اقامت وايي، خلک يې له دې امله نه منع کوي چې زړونه يې مات نشي او که له اذان او اقامت کولو څخه منع کړى شي هسې نه چې لمونځ پريژدي، لهذا د قرآن او حديث په رڼا کې د دغې مسئلې حل بيان کړى؟.

ځواب : له اذان او اقامت څخه دې نه منع کيژي، مګر د دې مسئلې ويل ورته ضروي دي ([4]).

له اذان وروسته کومه دعا ويل کيژي

پوښتنه : له اذان کولو وروسته کومه دعا ويل کيږي؟

ځواب : دا دعا ويل پکار دي، اللهم رب هذه الدعوة التامة والصلوة القائمة، ات محمدن الوسيلة والفضيلة وابعثه مقام محمود ن الذی وعدته انک لاتخلف الميعاد ([5]).

د ژيرې کونډى کونکي اذان او اقامت

پوښتنه : د يو شمير جوماتونو امامان وايي چې د ژيرې کوندى کونکو، يعنې چې يوه لويشت نه وي، داسې کسان نه اذان کولاى شي او نه اقامت ويلاى شي، دا خبره د حديث په حواله تر کومه ځايه صحيح ده؟.

ځواب : دغه امامان صحي وايي، د ژيرې کونډى کونکو او خريونکو اذان او اقامت مکروه تحريمي دى ([6]).

د اذان او اقامت کلمې او د  هغو کيفيت

پوښتنه : اذان او اقامت په څو کلمو مشتمل دي او کيفيت يې څه دى؟.

ځواب : اذان پنځلس کلمې دى او زمونژ په نزد په اخير کې يې لا اله الا الله دى دا په فتاوى قاضي خان کې ليکل شوي دي او هغه کلمات دا دي (الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان محمد رسول الله اشهد ان محمد رسول الله حى على الصلوة حى على الصلوة حى على الفلاح حى على الفلاح الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله) دا په زاهدي کې ليکل شوي دي، او د اقامت اولس کلمې دي، پنځلس کلمې د اذان او دوه کلمې د قد قامت الصلوة دوه ځلې دا په فتاوى قاضي خان کې ليکل شوي دي، د سهار په اذان کې له حى على الفلاح وروسته الصلوة خير من النوم دوه ځلې ويل کيژي دا په کافي کې ليکل شوي دي، له عربي پرته په فارسي او اردو کې اذان نه کيژي دا په فتاوى قاضي خان کې ليکل شوي دي او دا اظهر او اصح دى او دا په جوهرة النيره کې ليکل شوي دي، او سنت طريقه دا ده چې اذان او اقامت په جهر (زوره) وويل شي او په دغو دواړو کې آواز اوچت کړي، مګر اقامت له اذان څخه کرار دى دا په نهايه او بدائع کې ليکل شوي دي ([7]).

([1]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٧.

([2]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٧.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠٢، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٦٠، باب الامامة، مطلب في اقسام البدعة، وفي البخاري، ج : ١، ص : ٣٧١، من احدث في امرنا هذا ما ليس منه فهو رد، فيض القدير للمناوى، ج : ١١، ص : ٥٥٩٤.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠٤، بحواله : السورة النحل، آيت : ١٣٥.

([5]) تعليم الاسلام دريمه برخه : ٥٧.

([6] ) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٠٥، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٢، ص : ٥٤٢، الدر مع الرد ج : ١، ص : ٣٩٢، قواعد الفقه، ص : ٤١٢.

([7]) فتاوى هنديه، مشهوره په فتاوى عالمګيري، ١ : ٢٦٣.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close