لنډه کېسه

ليکنه : نصيب ځدراڼ

سهار وختي په جومات کې په اوداسه لګیا وم.په ژمي کې به د ګوتو په شمار یو څو کلیوال لمانځه ته راتلل.

تر ټولو مخ کې به امیر خان ماما راتلو او اذان به یې وکړ اوبه به یې هم تودولي.

یو څور نور کلیوال هم راغلل په اودسونه مو کول،د موټر سایکلانو غږ شو،لګ ورسته موټر سایکلان راغلل د جومات مخې ته ودریدل،څو کسان جومات ته راننوتل،لاسونو کې یي ټوپک،مخابري،د بعضو سره راکټ او پیکا هم وو. څادرونه یې له ځانونه څخه تاو کړي وو.

یوه سلام واچاوه  ، ځواب مو ورکړ!

وایي اوبه شته که نه چې اودسونه وکړو؟

ولې نشته او ګرمي اوبه هم شته امیر خان ماما ځواب ورکړ.

اوبه یې ورکړې په اودسو لګیا شوو، امیر خان ماما ورته اوویل ای زويه! مړو په دا دومره ساړه کې سهار وختي چیري روان یئ؟

یو ځوان چې مسواک یي لاس کې وو ځواب ورکړو:

کاکا بیګا چورلکې او بنګې(بې پیلوټه الوتکې) ګرځیدلي، په کلي باندې د چاپې خطره وه؛ نو نن شپه موږ دلته پیره کوله ، اوس مو پیره ختمه شوه هغه نور ملګري به راځي تر ماسپیښن پورې په هغه پیره کوي.

ځوان لګیا وو خبري یي کولي او زه په سوچ کې ورک شوم. نه څوک معاش ورکوي ،نه د امتیازاتو تګي دي. نالیدلي مینه ده چې په دومره سختیو کې یي خپلې ځوانۍ ېي ورته وقف کړي.

په فضاء کې اوس هم چورلکې ګرځیدلي سوچ مې وکړو که همدا د فولادي عقیدی او د غیرتي ضمیر خاوندان خړ پړ ځوانان ژوندي وي،تر هغه نو که ۴۹ هیوادونه نور هم یرغل وکړي نو ماتې به خوري.

ساړه مې وشو په منډه جومات ته ننوتلم او د باندي بعضو طالبانو اودس کوو او د درې تنه په پیره ولاړ وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close