لنډ مهاله اوربند او اوږد مهاله جګړه – سرلیکنه

سرلیکنه

په تېر کوچني اختر کې چې حکومت د طالبانو لخوا په درې ورځني اوربند کې د ولس کومه خوښي وليده او په اکثريت سره ولس د طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلى وکړ، اوس حکومت هڅې کوي چې د تېر کوچني اختر په څېر په راتلونکي لوی اختر کې هم له طالبانو سره اوربند وکړي.

وړمه ورځ، دفاع وزير، طارق شاه بهرامي، او د بهرنيو پوځونو قوماندان، جنرال جان نیکولسن، پکتيا ته د خپل سفر پر مهال يوې غونډې ته ويلي چې ټولې حکومتي ادارې بايد له طالبانو سره د دویم اوربند د عملي کولو لپاره چمتووالى ولري. خو دا یې پکتياوالو ته څرګنده نه کړه چې په دې اړه یې له طالبانو ډاډ خپل کړى او که له ځانه د يواړخيز اوربند لپاره د حکومتي ادارو د چمتووالي خبره کوي.

دفاع وزارت د لوی اختر په رارسېدو سره د دویم اوربند لپاره نږدې ورځې ښوولې دي، خو تراوسه پورې دفاع وزارت د کوم درېمګړي، د ملګرو ملتونو او يا د قومي مشرانو په وسيله له طالبانو سره اړيکې نه دي نيولې، او نه شايد طالبان د دفاع وزارت دې غوښتنې ته ځواب ووايي.

دفاع وزير، طارق شاه بهرامي
دفاع وزير، طارق شاه بهرامي

اوربند که په لومړي ځل وو او که اوس یې دفاع وزارت د لوی اختر په رارسېدو سره د دویم ځل لپاره غوښتنه کوي، سمه او د ولس په  ګټه خبره ده.

 اوربند کې دواړو لورو طالبانو، حکومت، او تر دواړو زيات ولس ته ګټه رسېږي ځکه چې په جګړه کې تل بهرنيو پوځونو د عملياتو او بمبار په دوام ولسي وګړي وژلي دي.

 خو د افغانستان مسئله په درې يا څو ورځني اوربند نه حل کېږي. په اخترو کې دې لنډ مهاله اوربند وي او بيا دې بهرني هوايي ځواکونه په اوږد مهاله بمبار او عملياتو لاس پورې کړي!

جنرال نيکولسن چې په کمکي اختر کې د طالبانو لخوا د درې ورځو له اوربنده خوښ او له طالبانو مننه کوي، بايد پر دې هم پوه شي چې لنډ مهاله اوربند هم د تېر اوربند په څېر پای ته رسېدونکی دى.

 دفاع وزارت او نیکولسن په لنډ مهاله اوربندونو افغان ولس ته ښيي چې امريکا ورته د څو ورځو اوربند کې د ساه اخیستلو زمينه برابره کړه.

که امريکا او حکومت په افغانستان کې اوربند غواړي، د نورو موضوعاتو په نظر کې نيولو تر څنګ، لومړی بايد د بهرنيو پوځونو د وتلو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي څو دايمي اوربند ته زمينه برابره کړل شي.

Related image

تر کومه حده چې د طالبانو پاليسي ده، هغوی د لنډ مهاله اوربند پر ځاى دايمي اوربند ته ترجيح ورکوي. او طالبان بايد همداسې وکړي… که هر وخت په اخترونو کې د امريکا پاليسي عملي کړل شي، (لنډ مهاله) اوربندونه به د دايمي اوربند ځاي ونيسي او د تل لپاره به په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شتون ته پلمه جوړه وي.

موږ دمخه يادونه وکړه چې يوه ګړۍ اوربند هم د افغان ولس په ګټه دی خو چې د دايمي اوربند مخه نيسي بيا دویم، يا په لوی اختر کې اوربند، افغان ولس ته لنډ مهاله ګټې خو اوږد مهاله تاوانونه رسوي؛ د تل لپاره به په هېواد کې لنډ مهاله اوربندونه او اوږد مهاله جګړه روانه وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close