له ابوجهله تر ټرمپه

ليکوال.. يما افغان

د اسلام او باطلو اديانو د مقابلې په سلسله کې چې کله الهي قهر د امریکا په دنګو ودانیو رانازل سو

کله چې امریکایان د مسلمانو د وینو تویولو پر ځای په خپلو وینو کې ولمبيدل

کله چې د وحشت انځور ګرې امریکا د وحشت تصوير په امریکا کې وليد

همغه ؤ چې ايله يې داسې حس کړه چې په دنیا کې يو بل داسې قدرت هم شته چې له امریکا څخه د غزې او په نړۍ کې د نورو ماشومانو د وژلو کسات واخلي

په امریکا کې د برجونو له خونړی بريد څخه ورسته امریکا د ابوجهل په څير په د سلا شوه چې په هر رقم وي د مسلمان ريښې بايد وباسل سي

دا پروسه یی پر مخ يوړه ټول کافر او تش په نامه د مسلمانانو غلام مزاجه بادشاهان یی سره يو کړل

بوش په خپله لومړنۍ وينا کې وويل چې دا د اسلام او صليب جګړه ده او پسې زياته يې کړه چې په نړۍ کې به څوک د دريم کيدو حق هم نه لري

بوش چې ځان ورته د وخت فرعون ښکاريده په خبرو کې یی په صفا الفاظو د الله تعالی د قدرتونو سره ډغره ووهله

د مسلمان او اسلام په ضد یی جګړه پيل کړه آن له امریکا څخه یی په سترګو کې د مسلمان يواځينی ازاد اسلامي نظام امارت په سترګو کې خښ ؤ

امارت یی په ډېر مغرورانه او وحشيانه توګه د افغاني زېره خوارو په مټ ونړاوه

د ټولې نړۍ د جنګي اصولو خلاف یی د امارت په لښکر سګي چاودونکي او نور له زهرو څخه ډک بمونه راوورول

خپلو وحشتونو ته یی دوام ورکړ د امت مسلمه رښتيني او وفادار مشران او غيرتي فوځيان يې په قسماقسم تکلیفونو په شهادت ورسول

خو د لايزال ذات په مرسته د امت مسلمه ځوانان د وخت د فرعون د لښکر په وړاندې مات او غلي نه شول بلکې لا یی هم جهادي مبارزې ته د سختيو سره سره دوام ورکړ

د اسلام او د صليب په دې جګړه کې د جګړې د مهاريدو چارې د سره شيطان په ځای تور شيطان ته وسپارل شوې

تور شيطان که ظاهرا خپله څېره ډېره په انسانيت پوښلي ښکاروله خو د خپل مسؤليت په دوران کي يې د مسلمانانو په ضد د کرکې څخه ډک هغه څه وکړل چې د انسانيت په تاريخ به د امریکا په ټنډه تور داغ بلل کيږي او د وحشتونو په پايښت کې له سره شيطانه يو څو قدمه مخکې لاړ

د نبی کريم صلی الله علیه وسلم د احاديثو مطابق د حق او باطل دا جګړه به تر قیامته روانه وي

دې جګړې ته له ابوجهل .عتبه.شیبه.څخه نيولي بیا تر بوش اوباما پورې ډېر وحشي انځور ګران راوړاندې شوي خو د اسلام  دا مبارزه لا همغسي په قوي روح چليږي او لا به روانه وي

د اسلام په مقابل کې دغې د وحشت څخه ډکې جګړې ته نوي وحشتګر ټرمپ رامخکې شو

ټرمپ به هم د خدای ورکړي وس مطابق په مستضعفو مسلمانانو د وحشت ميچنې وګرځوي خو د مسلمه امت په وجود کې به د اسلام او جهاد فی سبيل الله روح ونه وژني

دوئ چې له اوله نيولې بیا تر ننه ټول د يوه عناد په تارونو سره تړل شوي نو ځکه ترې د خير توقع ځان تیرايستل بلل کيږي

البته د ټرمپ د اسلام سره ښکاره دښمني به شايد ددې سبب شي چې د امت مسلمه په ویدو ځوانانو کې به هم د جهاد جزبي راويښې کړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close