له افغانستانه د امريکا احتمالي وتل، طالبانو سره خبرې او غبرګونونه

راپورتاژ: الماس خدرخېل —–  تيره اوونۍ د افغانستان لپاره د امريکا د سولې اسازي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی سلاکار زلمی خليلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل سفر په لړ کې قطر ته ولاړ او هلته يې له طالبانو سره د افغانستان د مسلې په اړه خبرې وکړې.

طالبانو سره د خليلزاد خبرو د هېواد په دننه او بهر کې بيلابيل غبرګونونه له ځان سره لري.

طالبانو په رسمي ډول دغه خبرې تاييد کړي او رسنيو ته يې په لېږلې اعلاميه کې ويلي، چې د خلیلزاد سره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، شهاب الدين دلاور، قاري دين محمد حنيف او د دغه دفتر نورو غړو کتلي دي.

طالبان وايي په دغه کتنه کې د اشغال په خاتمه او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل خبرې شوي دي.

اعلاميه کې راغلي، “داسلامي امارت استازو دمشکلاتو دحل او واقعي امن په راتلو کي دخارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل  اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي. په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې  خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې  دوام ورکوي”.
د الجزيزې انګلش څانګې په دوحه کې د ځينو طالب چارواکو له قوله ليکلي چې امريکا له طالب پلاوي سره په مخامخ خبرو کې منلې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه به ورسره خبرې او بحث وکړي هغه څه چې د طالبانو مهم او اساسي شرط دی.

بيلابيل غبرګونونه

د طالب مشرانو او امريکا تر منځ دغه مخامخ خبرو په غبرګون کې د ملي امنيت پخواني رئییس امرالله صالح په خپله ټويټر پاڼه په خپلو پلويانو غږ کړی چې د طالبانو پر ضد يو ځل بيا وسله وال مقاومت پيل کړي.

صالح ليکي: که له امريکا سره د طالبانو مخامخ خبرې رښتيا وي “بیا د مقاومت د حوزې وخت راغلی چې د افغانستان د خلکو څخه د دفاع لپاره د تروریستانو طالبانو پرضد ودريږي”.

د مخکني ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لویدن په يوه ټويټ کې ليکي، طالبانو سره بايد داسې خبرې اترې وشي چې د (افغانستان- امريکا) قربانۍ پکې ضایع نه شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستيال اصف صديقي بيا وايي، که بهرني ځواکونه ژر له افغانستانه د وتلو پريکړه وکړي نو ښايي اوسنی نظام هم ډير ژر سقوط وکړي.

د صديقي په وينا، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ژر وتل ګاونډيو هېوادونو ته د لاسوهنې موقع ورکوي او په هېواد ناوړه اغېز لرلی شي.

د سیاسي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې ظاهرآ دا ډوله خلک له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو اندېښنه لري: “یوه ډله یې چې د طالبانو ضد دي او بله ډله یې چې د طالبانو په راتګ خپلې سیاسي او شخصي ګټې په خطر کې ویني”.

لیکوال، مدني او سوله ييز فعال شفيع اعظم د امر الله صالح وروسوتيو خبرو ته په غبرګون کې ليکي: (دا سړی ندی خبر چې طالب دا ځل له جنوب څخه نه بلکه وار له مخه یې شمال کې د کولاب لاره هم تړلې ده.
دا د ټلوالې ځوان سیاستمدار باید دومره اب دیده شوی وي، چې طالب د دوی د ملاتړ باوجود پوره اوولس کاله د امریکا په مشرئ نړیوال ائتلاف مات نکړای شو نو دوی خو یې پاو هم نشي پوره کولای.
سوله عزت دی او د دې داعیه لبیک پکار دی کنه نو بڼکې به یې بد رقم و وځي.)

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف په خپله فسبوک پاڼه ليکلي: هغه کسان چې په هېواد کې د سولې د خبرو مخالفت کوي په (حقيقت کې سوله تر ټولو وړاندې ددوی لپاره اړينه اوضرورت دی) زياتوي بهرني قوتونه او فوجونه دلته ترډيره نه شي پاته کيدلی،کومه ناروا سرمايه چې دوی داشغال په زور او جريان کې پيداکړيده او د هيواد په بيلابيلو قيمتي سيمو کې يې. ماڼۍ،مارکيټونه او بلډنګونه پوړ پر پوړ سره وډلي دي ،يوازي په سوله اوأمن کې ساتلای سي.

لیکوال او شناند نظر محمد مطمئن لیکي: د طالبانو او امریکا، دواړو لورو، دوېم ځل مخامخ خبرې، د سولې پروسه باندي مثبت او رغنده اغیز لري زياتوي دغه مقدماتي لیدنو او خبرو له امله ولې دوی دومره وارخطا، منفي نظرونه ورکوي، دوی باید پوه شي چې سوله کې د ټولو خیر دی.

په داسې حال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبرې مطرح کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په یوه تازه سروې کې په ډاګه شوې چې ۴۹ په سلو کې امریکایان د افغانستان له جګړې ناراضه دي او له دغه هېواد یې د خپلوځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

امریکايی سناتور( روبن ګالیګو) ویلي : نور هغه وخت او شیبې رارسیدلي چې امریکایي چارواکي خپلو سرتمبه سیاستونو او ستراتیژیو ته په افغانستان کې د پای ټکی کیږدي ، جګړه ختمه کړي او خپل پوځیان پرته له کوم ځنډڅخه کورونو ته ستانه کړي.

په همدې حال کې د کلفورنیا د مانتري د پوهنتون استاد توماس جانسن (چې په دې وروستیو کې پر افغانستان او طالبانو یو کتاب هم لیکلی دی) وايي چې د افغانستان جنګ له پوځي لارې نشي ګټل کېدای.

ګالیګو ميليټري ټايمز ته ويلي،د امریکا د پوځ وتل باید مسوولانه، خو له ځنډ پرته وي دن وموړي په وینا په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د ملي ګټو خلاف او ضد ده که ټرمپ په خپلو پوځیانو رحم کول غواړي او خواخوږي ورسره لري نو باید ژر تر ژره يې ستانه کړي ځکه امریکايي ولس نور چمتو نه دی چې له افغانستان څخه د خپلوعسکرو مړي اوتابوتونه ووینی .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close