له افغانستانه ستون شوي کاناډايي عسکر خپل ځان او ټوله کورنۍ وژلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۶) زرغون خوږیاڼی

یوه کاناډايي عسکر چې د افغانستان له جګړو خپل هیواد ته ستون شوی و، نن لومړی خپله ټوله کورنۍ او بیا ځان وژلی دی.

کاناډايي رسنیو ویلي، چې نووا سکوټیا په ایالت کې د ۳۳ کلن کاناډايي عسکر «لیونیل ډیسمونډ» لومړی خپله ۵۲کلنه مور، ۳۱کلنه میرمن او لس کلنه لور وژلی او وروسته یې خپله هم ځان وژلی دی.

ځايي پولیسو سي تلویزیون ته ویلي، چې دوی د وواسکوټیا د ایالت په یوه کور کې ۴ تنه مړي موندلي دي، چې یو یې هغه کاناډايي عسکر دی چې په افغانستان کې یې د دندې پر مهال عصبي ناروغي پیدا کړې وه او بیا بیرته خپل هیواد ته رالیږل شوی و.

د پولیسو تحقیقاتي ټیم ویلي، چې کاناډايي عسکر د ذهني ناروغۍ له کبله لومړی خپله کورنۍ د توپنګچې په ډزو وژلې او بیا یې خپل ځان هم په توپنګچه ویشتلی دی.

د کاناډا په راپورونو کې ویل شوي، چې تر اوسه  له افغانستان ستانه شویو ۷۲ پوځيانو ځانوژنې کړي چې یو شمیر  نور یې تر کلکې تداوۍ لاندې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو، د استرالیا هغه پوځیان چې له افغانستانه ستانه شوي په عصبي ناروغیو اخته شوي او تر ډيره په ځاوژنو لاس پورې کوي.

د اسټراليا د «روغتيا او هوساينې ادارې» له لوري ترسره شوې څيړنې ښودلې وه، چې د افغانستان جګړه کې له ګډون راوروسته تر دې دمه دوه سوو او دوه نوي«۲۹۲» تنو پوځيانو ځانونه وژلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close