له افغانستان څخه د آذربایجان جمهوریت یو تعداد عسکر ووتل

کابل ټکی کام فرید احمد
د ناټو د سولې د ساتنې په نامه په افغانستان کې د موجودو عسکرو په چوکاټ کې د آذربایجان جمهوریت یو کنډک عسکر له افغانستان سره خدا حافظي وکړه.
د ناټو عسکر په لمړي سر کې د سولې د راوستو تر نامه لاندې په افغانستان کې مېشت شول چې وروسته په اکثرو جرمونو کې ددوی عسکر ملوث ثابت شول، چې له جملې څخه یې یو د هیروئينو قاچاق وو.
د آذربایجان جمهوریت دفاع وزارت یو لوړ پوړي مامور په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې ۲۱ ځواکونو چې د نړیوال امنیت له ټینګښت سره د مرستې په چوکاټ کښې يې په افغانستان کښې دنده ترسره کوله پرون آذربایجان هیواد ته ستانه شول.
اوس مهال د آذربایجان جمهوریت ۹۰عسکر، دوه پوځي ډاکټران او د وسله والو ځواکونو د استحکاماتو دوه انجنئیران په افغانستان کې د تش په نامه سولې ساتنې برخه کې مرسته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close