له افغان اولس،ازادو رسنیو اوبشري سازمانونونه دپلچرخي زندان دزندانیانو غوښتنه

دپلچرخي زندان مظلوم زندانیان پلان لري چي دسه شنبي په ورځ دکابل ښارچمن حضوري ته داولس په راجمعه کیدو سره غواړي یو اولسي لاریون اواحتجاج ته زمینه برابره کړي او په ټولو هیوادوالو عامه اولس اوقریبانو دوستانو ټولو خواخوږو باندي په ځانګړي ډول پرکابل میشتو وروڼو باندي ږغ کوي اوپیشنهاد کوي چي زموږسره دهمکارۍ په موخه دراتلونکي سه شنبي په ورځ زموږ دمظلومیت چیغه بدرګه کړئ ترڅو مرکزي حکومت مجبوره شي اودبندیانو ستونزي درک کړي اودحل لپاره یي عملي ګامونه اوچت کړي

 

لیکوال حافظ عمري اسیر

درنو هیوادوالو لکه څنګه چي تاسي خبر یاست چي دپلچرخي زندان دیارلس زره 13000زندانیانو دیولړ ستونزو اومشکلاتو دهواري په موخه له تیرو نهو ورځو راهیسي دنه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکوي
اوس مهال ډیری بندیان دزیاتي لوږي اوتندي له امله دبي ساري ضعف اوکوما په حالت کي قرارلري چي دم وګړی تر تداوي لاندي نیول شوي دي اوسیرومان ورته چالان دي اندیښنه ښیي که څه ناڅه نور هم اعتصاب دوام وکړي لیري نه ده چي دلوئي فاجعې شاهدان به شو

دبندیانو دي ستر اعتصاب اواحتجاج ته تر دي دمه دمرکزي حکومت له لوري کومه جدي توجه نه ده شوي اونه هم دبندیانو دستونزو دهواري په پار تر اوسه کوم باصلاحیته پلاوی راغلي .
بندیانو که څه هم له اړونده ادارو اوبشري څانګو سره اوهمدارنګه له سیمییزو اوملي رسنیو سره تماسونه نیولي اودلته یي له روان وضعیته پوره خبرداری ورکړي بیاهم نه کومي رسنۍ دپلچرخي زندان پر روان وضعیت اوحالت وږغیدلې بي له شمشاد اوځیني نورو رسنیو نه چي هغو هم دبندیانو اعتصاب محدود وشمیره اویو سیاسي اړخ یي ورکړ
اونه هم دبشري سازمانونو کوم غبرګون ولیدل شو
اونه هم تر اوسه دبشر حقوق اویاپه اصطلاح دسرې میاشتي کوم غړی معلوم شوی

دلته ټوله بندیان که سیاسي وي که جنائي وي اوکه حقوقي. وي دګران هیواد دبي وسه اومظلوم اولس بچیان دي اوکوم بهرني اتباع نشته که وي هغه هم بیخي دنشت سره برابر دي بیاهم بهر حال بندي دقانون په رڼا کي ځانګړي حقوق لري اوداساسي قانون په لویو اصولناموکي ځانګړي فقرې ورته تعیني شوي دي.
خو دلته دبندیانو په مقابل کي کله هم دقانون مراعت نه دی شوی

دپلچرخي زندان مظلوم زندانیان پلان لري چي دسه شنبي په ورځ دکابل ښارچمن حضوري ته داولس په راجمعه کیدو سره غواړي یو اولسي لاریون اواحتجاج ته زمینه برابره کړي او په ټولو هیوادوالو عامه اولس اوقریبانو دوستانو ټولو خواخوږو باندي په ځانګړي ډول پرکابل میشتو وروڼو باندي ږغ کوي اوپیشنهاد کوي چي زموږسره دهمکارۍ په موخه دراتلونکي سه شنبي په ورځ زموږ دمظلومیت چیغه بدرګه کړئ ترڅو مرکزي حکومت مجبوره شي اودبندیانو ستونزي درک کړي اودحل لپاره یي عملي ګامونه اوچت کړي
هیله کوو چي زموږ سره په دي کار کي داسلامي ورورولۍ له مخي خپل دیني مکلفیت اوبشري. اخلاقي مسؤولیت اداکړئ

همدارنګه له ټولو بشري اوحقوقي ملي اونړیوالو سازمانونو نه په جدیت غوښتنه کوو چي زموږ په اړه باید خپله خاموشي نوره ختمه کړئ لکه څنګه چي دیادو سازمانونو دنده ده چي باید دهر لویدلي انسان لاس ونیسي اوستونزي یي درک کړي همدارنګه دخپل مسؤولیت له مخي باید دزندانیانو په حق کي هم بي تفاوته پاتي نشئ اودزندانیانو په اړه خپل غبرګون وښیئ

له سیمیزو اوملي اذادو اوخپلواکه رسنیو نه هم په کلکه غوښتنه کوو چي دمظلومو بندیانو دمظلومیت په وړاندي باید چُپ پاتي نشي دخپل مکلفیت له مخي باید خپل مسؤولیت اداکړي او دمظلومیت ږغ دي له بندیانو وروڼوسره ښه په ځوَږ اوشور سره بدرګه کړي

یادونه. دبندیانو اعتصاب په یولړ ستونزو بنا دی اوترڅنګ یي داساسي قانون په رڼاکي څو حقوقي معقولي غوښتني هم لري چي موږ به یي لاندي یونقل درسره شریک کړو

د زندانیانو عمده غوښتنې په لاندې ډول دي.
اوله غوښتنه: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د ریس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.

دوهمه غوښتنه: په فرامینو او تخفیفو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.
دریمه غوښتنه: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.
څلورمه غوښتنه: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړلې شي.

پنځمه غوښتنه: د صعب العلاج او کبر سن (سپین ږيري) بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.
شپږمه غوښتنه: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

اخوکم في الله اسیر الاسلام حافظ عمری اسیر

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close