له امریکا سره امنیتي تړون د تاجکستان د بمبار مخه ولې نه نیسي؟/ هېواد ریان

هېواد ریان

تاجکستان د منځنۍ اسیا کوچنی هېواد دی. نفوس یې اته میلیونه اټکل شوی او د شوروي اتحاد له ړنگېدو وروسته یې خپلواکي اخیستې ده. د افغانستان له بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو سره گډه پوله لري او زموږ گاونډی هېواد بلل کېږي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اثیر وویل: تاجکي پوله‌ساتو ځواکونو د تخار ولایت د درًقد ولسوالۍ پر هغو ځایونو بمبار کړی، چې ډېره برخه یې ځنگلونه دي او تاجک هوايي ځواکونه د افغانستان خاورې ته رادننه شوي وو. د دفاع وزارت د تاجک ځواکونو سربېره روسي پوځیان هم یاد کړل، چې د درًقد ولسوالۍ په اړوند سیمو یې بمبار کړی دی؛ خو پېښه تراوسه گونگه ده. د تاجکستان او روسیې امنیتي ادارې حتا له بمبار کولو منکرې شوې؛ نو دغه بمبار چا وکړ؟

په لومړیو کې ویل کېدل چې تاجکي پوله‌ساتو ځواکونو طالبان بمبار کړي، خو وروسته طالبانو رد کړه او افغان حکومت هم وویل چې بمبار د نشه‌يي توکو پر قاچاق وړونکو شوی دی.

گډ حکومت څلور کاله وړاندې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان د سرحدونو ساتنه به هم کوي. په امنیتي تړون کې نورې خبرې هم شته، چې ټولې یوازې پر کاغذ لیکل شوي او هاغه خبرې عملي کېږي چې د امریکا گټې ونه گواښي. تېره میاشت د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډگر کې د «رادار» سېستم هم فعاله شو او افغان حکومت ادعا وکړه، چې په مټ به یې ډېر عواید ترلاسه کوي او بهرنۍ الوتکې به نه پرېږدي، چې د افغانستان خاورې ته رادننه شي. د افغانستان رادار ولې د تاجکستان الوتکې ونه لیدې او بېرته روغې رمټې ستنې شوې؟ له دې ښکاري چې رادار هم یوه اوازه ده او حقیقت نه لري.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د افغانستان هر څه له واکه وتلي دي. نه یې خاوره په امن ده او نه هم فضا. امریکا په بگرام هوايي ډگر کې د پرمختللې ټینکالوجۍ د نصب خبره هم کوي؛ خو ډېری وخت پرې طالبان توغندیز بریدونه کوي او په نښه شوي ځایونه له منځه وړي.

په تېرو اوولس کلونو کې د افغانستان پخوانۍ سرحدي سیمې هم بدلې شوې. په ډېرو برخو کې پاکستان مخته راغلی او اوس یې پوستې او قرارگاوې هم جوړې کړي. ایران بیا په هرات او نیمروز کې مخکې راغلی او د افغانستان خاوره یې نیولې ده، همدغه کیسه ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او چین هم روانه کړې ده او هر یوه لږ او ډېر مخکې راغلي دي.

پاکستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر کونړ، ننگرهار او نورستان په وقفه‌يي ډول توغندي راتوغوي؛ خو افغان چارواکي یې یوازې غندي او بس. په افغانستان کې مېشت امریکايي او ناټو ځواکونو خو بېخي مني نه، چې پر کونړ دې توغندي راورېږي. خو د دغو ټولو نړیوالو لوبو قرباني یوازې افغانان ورکوي او حکومت یې کیسه کې هم نه دی. ځکه د اوسني حکومت ټول چارواکي راوارد شوي خلک دي او د دندو د ختمېدو وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د اوسني حکومت چارواکي او ملاتړي یې ادعا کوي، چې له اوسني حکومت سره نړیوال ولاړ دي؛ نو ایا دغه نړیوال نه‌شي کولی چې د افغانستان خاوره له نورو نړیوالو وساتي؟ یو ولسمشر چې خپله ووايي، چې زه امریکا ټاکلی یم او د افغانانو مشر نه یم، نو له داسې حکومت د خیر تمه کول لوی حماقت دی.

د امریکا په موجودیت کې لرې نه ده، چې زموږ ټول گاونډیان دلته ښکاره بمباري پیل کړي او هر هېواد به د خپلو ډلو د ساتنې لپاره پر نورو بمبار کوي او موږ په رښتیا یوې لویې نړیوالې جگړې ته ننوتي یو. کېدای شي د اوسني حکومت ځینې چارواکي بیا ووايي، چې دغه بمباري زموږ په امر کېږي، خو په ښکاره به یې مخه نه شي نیولی.

د امریکا له یرغل وروسته له افغانستان سره دومره مرستې شوي، چې حساب یې گران کار دی؛ خو د دومره مرستو سره ـ سره موږ بیا هم نه فضا په واک کې لرو او نه ځمکه. د اردو روزل شوي عسکر په خپله گورئ، چې د عادي طالبانو پر وړاندې هره ورځ سلگونه تسلمېږي او د مرگ‌ژوبلې خبره بېخي د کولو نه ده. ایا په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل زموږ په گټه دي او که تاوان؟؟؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close