له ایرانه افغانستان ته په څلورو توکو صادرولو بنديز لګېدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)

د راپورونو له مخې، افغان چارواکو له ايرانه افغانستان ته د څلورو توکو (تيل، سيمنټ اوسپنې، کاشي او سيراميک) باندې بنديز لګولولی دی.

له کابل څخه د فراه ولايت ته په رسېدلي مکتوب کې د دغه ولايت له ګمرکي مسؤلينو غوښتنه شوې چې د وږي له پنځه ويشتمې نيټې څخه په (تيلو، اوسپنې، سيمنټ، کاشي او سيراميک) به د فراه د شیخ ابونصر بندر له لارې نه راځي.

د افغان حکومت چارواکي وايي، دغه اقدام يې په ياد ګمرک کې د فساد له کبله کړی په وينا يې له یادې لارې په قاچاقي ډول افغانستان ته نور توکي صادريږي خو د ایران د ګمرکونو مسوولين دا نه مني چې ګنې یاده لاره دې د فساد له امله تړل شوې وي.

له بله پلوه د ایران فاننشيال ټريپیون ورځپاڼې ته د ایران د سوداګرۍ خونې غړي علي شريعتي ويلي، دا بندیز پر ایران د امریکا له اقتصادي بنديزونو سره تړاو لري.

د شريعي په وينا، افغان چارواکو ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې ټولو ايراني سوداګرو سره خپلې معاملې صفا او هغه توکي ژر افغانستان ته صادر کړي چې مخکې اخيستل شوي دي.

له بله پلوه د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر اذرخش حافظي وايي، دا د حل لاره نه ده چې یو ستر سوداګريز بندر د فساد له کبله تړل کېږي په وينا يې بايد حکومت د فساد مخنيوی وکړي.

د اقتصادي پوهانو په باور، د یاد بندر بندول به د افغانستان سوداګرو ته ډير تاوانونه هم واړوي او دغه ډول پريکړه به له افغان سوداګرو سره د ايرانیانو چلند هم خراب کړي.

ويل کېږي، نن د یکشنبې په ورځ د فراه خلکو د ياد بندر د تړل کېدو پر ضد لاريون کړی او د دغه ولايت مقام او ولايتي شورا مخې ته يې د تحصن خيمې درولي او د هرات- قندهار لويه لاره يې په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close