له بایومتریک پاتې شوې رایې هم حسابیږي او تر راتلونکو ۱۷ ورځو یې نتیجې اعلان شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲)

د ټاکنو کمیسیون وایي، چې د خلکو له خوا ورکول شوې رایي چې صندقونه ته لویدلې د حساب وړ دي او د بایومتريک رایې له نورو هغو سره هیڅ توپیر نه لري.
دغه کمیسیون وایي؛ که څه هم سیاسي ګوندونو له بایومټریک پرته د ورکړل شویو رایو د باطلیدو غوښتنه کړې خو په وینایې چې د هیواد په یواځې اته سلنه مرکزونو کې بایومټرېک وسیله نه ده کارېدلې.
کمیسون دغه راز ژمنه کوي چې د ټاکنو لومړني نتایج به د روانې میاشتې په ۱۹ مه نیټه ابلاغ کړي.
دغه انتخابات چې په بیسارې توګه له تقلب سره مل وو، امریکا یې ننګه کړې او د دیموکراسۍ د ترویج په موخه یې بریالی اقدام بللی دی.
باید وویل شي، چې د بایومتریک ماشینونو په اخیستلو باندې لسګونه میلیونه ډالر لګښت راغلی چې د انتخاباتو په ورځ مطلق ناکام او اوس یې په توسط کاریدلې رایې له نورو هغو سره هیڅ راز توپیر نه لري.
په ټولنیزو رسنیو کې دا ټاکنې مسخره آمیزه بلل شوې،ځکه چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې “چې د هیواد تر ۵۰ سلنې ډیره برخه تشکیلوي“ هیچا هم ګډون په کې ونه کړ او په ښارونو کې  په پراخه کچه تقلب په کې وشو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close