له بهرني شرکت سره د سرو زرو او مسو کانونو د را ايستلو تړون لاسليک شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)

د افغانستان په شمال بدخشان ولايت کې د سرو زرو او مسو کانونو د را ايستلو تړونونه له یوه بهرني شرکت سره لاسليک شول.

دغه تړونونه تيره ورځ په امریکا کې د کانونو او پټروليم د وزیرې او د (سنتار لميټډ) شرکت د مشر تر منځ لاسليک شوي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دغه کانونو د را ايستلو تړونونه ځکه مهم بللي په وينا يې په داسې وخت کې لاسلیکېږي چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه زيات شوي او دې ګواښونو په پانګوالو کې بې باوري رامنځته کړې ده.

د تړون د لاسليکولو پر مهال د ګډ حکومت د ماليې سرپرست وزيرهمایون قیومي او د ښار جوړولو پخواني وزير سعادت منصور نادري هم شتون درلود .

 نادري درې مياشتنې مخکې له دندې استعفا ورکړې وه چې د قانون له مخې دولتي چاراکی تر پنځو کلونو حق نه لري چې په دغه ډول تړونونو کې برخه واخلي چې له کبله يې د روڼتيا څار بنسټ دغه تړون ناقانونه بللی دی.

خو د (سنټرليميټد) شرکت مشر براډلي بارنټ ويلي د دغه کانونو د رايستلو پر سر په (دوه زره دولسم) کال کې هوکړه شوې وه چې هغه مهال نادري وزير نه و نو ځکه تړون هم قانوني دی.

سنټرليمېټد شرکت براډلي بارنټ جوړی چې برتانوي، امريکايي او د څو نورو هېوادونو پانګوال هم پکې ګډون لري.

د افغانستان روڼتیا د څار بنسټ د معلوماتو له مخې دا مهال ۱۴۰۰ شرکتونه د افغانستان د کان ايستلو ناقانونه چارو کې ښکېل دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close