له ترکي شرکت سره د “ ټاپ“ پروژې تړون لاسلیک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)

نن تر غرمې وړاندې د ارګ د دلګشا ماڼۍ په انګړ کې د ترکۍ کمپنۍ د مشر احمد چاليک او د ابو او انرژۍ د سرپرست محمد ګل خُلمي تر منځ د ټاپ د پروژې تړون لاسلیک شو.
دغه شرکت به له ۱،۶ میلیارد ډالرو نیولې تر دوه میلیارد ډالرو پورې پر دغه پروژه پانګه اچونه وکړي.

دغه کمپنۍ به د ۳کلونو په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې  په دوو سرکټونو کې د۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي وغځوي او د ترکمنستان او افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشنونونو به جوړ کړي.
چې په پای کې به یې یاد شرکت د هر کیلو واټ په بدل کې خپلې پیسې کټ کوي.
دغه بریښنایي مزی  چې د افغانستان په خاوره کې د ۷۵۰ کیلومتره په اوږدوالي غځول کیږي، د تورغونډۍ له بندر څخه به پیل او  د هرات، فراه، کندهار له ښارونو څخه تر تیریدو وروسته به د پاکستان د کويټې ښار ته رسول کیږي.
د دې مزي له لارې به پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا رسول کیږي او دغه راز به افغانستان هم ترې ۱۰۰۰ میګاوټه بریښنا او هم به هرکال د ترانزیټ ۱۰۰ میلونه ډالر پیسې ترلاسه کوي.
باید وویل شي چې د دې پروژې درې اړخیز تفاهملیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې دترکمنستان، افغانستان او پاکستان هیوادونو د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close