له تسليم شوي حکمتيار او پلويانو سره يې څو سپينې خبرې :

مجاهد ـ سراج

رښتوني مؤمنان بايد اشخاص په دين وپېژني نه دين په اشخاصو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

لا طاعة للمخلوق فی معصية الخالق ، يعنې د خالق په معصيت کې د مخلوق اطاعت نشته .

د حکمتيار پلويانو !

تاسې بايد د حکمتيار کړه وړه د اسلامي شريعت په تله کې وتلئ ، که له اسلامي شريعت سره برابر ؤ ، تائيد يې کړئ او که په ټکر کې ؤ رد يې کړئ ، ستاسې دا عذر به د قيامت په ورځ د قبول وړ نه وي چې حکمتيار داسې کول ځکه موږ هم داسې وکړل .

تاسې بايد پوه شئ چې جهاد يوه الهي فريضه ده ، په شرعي فتوی سره پيل کيږي او په شرعي فتوی سره پای ته رسيږي .

حکمتيار د کابل له حکومت او صليبيانوسره له دوه کاله مذاکراتو وروسته د سولې تړون لاسليک کړ ، جهاد يې پای ته ورساوه خو !

 نه يې د تړون څخه دمخه ،  نه يې د تړون پر مهال او نه د تړون څخه وروسته د جهاد د پای ته رسولو د خپلې پريکړې شرعي مشروعيت په اړه کوم دليل وړاندې کړ ، نه له قرآنکريم څخه ، نه له احاديثو څخه او نه يې د اجماع او قياس څخه !

دی چې ځان ته عالم ، محدث  او مفسر وايي او آن د مجتهد والي دعوی هم کوي نه يې په خپله کوم دليل تر اوسه وړاندې کړی ،  نه يې د خپل ګوند د ديني پوهانو او نه يې په سيمه او نړۍ کې د هغو ديني پوهانو چې دی او پلويان يې په ديني مسائلو کې زياته توجه ورته کوي وړاندې کړی دی.

د حکمتيار پلويانو !

موږ دا منو چې تاسو له طالبانو سره نه پخلا کيدونکې دښمني لری ، که طالبانو ته ښکنځل ، طالبانو ته بد ويل ، د طالبانو د روان جهادي مقاومت په اړه شکونه راپورته کول او په طالبانو تورونه لګول که ستاسو لپاره د کابل له حکومت او صليبيانو سره د يو ځای کيدو دلايل وي نو په دې ډاډه اوسئ چې د قيامت په ورځ به د الله  جل جلاله په حضور کې په دې دلايلو ځان خلاص نکړای شئ.

له طالبانو سره ستاسې دښمني ، يا له تاسې سره د طالبانو دښمني او د طالبانو نيمګړتياوې ستاسې لپاره د اسلامي شريعت له مخې د صليبيانو او د دوی د افغاني دوستانو سره د يو ځای کيدو ، همکاری او يا د جهاد د ترک مجوز نشي جوړيدلای . ځکه جهاد د کفارو د تيري په وړاندې او يا د ظلم او فساد په مقابل کې په يو چا باندې منحيث مسلمان فرض کيږي که هغه طالب وي يا نه وي ، طالب او يا له طالب نه خپه وي .

د حکمتيار پلويانو !

دا چې تاسې واياست موږ تسليم شوي نه يو بلکه له خپل اسلامي حکومت سره يو ځای شوي يو او اساسي قانون يې له اسلام سره په ټکر کې ندی ، ستاسې دا ادعا ناسمه ده ، زه له تاسې څخه پوښتنه کوم آيا هغه حکومت اسلامي بلل کيدای شي چې د اسلام په ضد د صليبي جګړې په پايله کې د صليبيانو په زور راغلی وي ؟ اساس يې د صليبيانو له لوري بُن کې ايښودل شوی وي ، طرز يې د صليبي حکومتونو د طرز په څېر وي يعنې د ديموکراسۍ د غير اسلامي مفکورې په ضد رامنځته شوی وي ؟

آيا هغه حکومت اسلامي بلل کيدای شي چې تر چتر او ملاتړ لاندې يې سلګونه چاپي ، غږيزې او تصويري رسنۍ او د فکري جګړې نور وسايل شپه او ورځ په اسلام مسخرې وهي ، اسلامي شعاير او احکام په مستقيم او غير مستقيم ډول توهين کوي ، فحشاء او بې دينۍ ته دعوت چلوي ، د ځوانانو او نجونو د بې لارې کولو او بدکاره کولو لپاره کار کوي  ، د باطلو اديانو ، مذهبي له کفر او شرک نه ډک مراسم نشر ته سپاري ، په افغانانو د لويديځ د فرهنګ د تپلو هڅه کوي  ؟

آيا هغه حکومت اسلامي بلل کيدای شي چې د اردو ، استخباراتو او پوليسو لښکرې يې د صليبيانو له لوري استخداميږي ، روزل کيږي ، تجهيز کيږي ، هم د صليبي يرغلګرو د لښکرو حفاظت کوي او هم د صليبيانو هغه جګړه پر مخ وړي چې يوه نيمه لسيزه دمخه بوش د اسلام په ضد اعلان کړې ده ؟

آيا موږ هغه حکومت اسلامي ګڼلای شو د کوم چې مشران په هغو صليبيانو ترسره شوي بريدونه غندي کوم چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او سپيڅلي کتاب قرآنکريم توهين کوي او د هغوی وژل شوو امريکايايي عسکرو په قبرونو باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي او خفګان پرې ښکاره کوي کوم چې د تروريزم په نامه د اسلام سره د صليبيانو په جګړه کې د مسلمانانو له لوري وژل شوي وي ؟

آيا موږ هغه حکومت اسلامي ګڼلای شو چې د دفاع وزير ، د ملي امنيت عمومي رئيس ، کورنيو چارو وزير او په کابينه کې ګڼ شمير نور وزيران يې کمونستان وي ؟ د قول اردو ګانو ، فرقو ، ليواګانو ، کنډکونو او د پوليسو د امنيه قوماندانيو قوماندانان ، د امنيت رئيسان يې کمونستان او ملحدان وي ، هغه کمونستان چې حکمتيار يو وخت ورسره ائتلافي حکومت شين کفر ګاڼه او په پلمه يې د رباني او مسعود سره خونړي خپلمنځي جنګونه ترسره کړل ؟

آيا د يو اسلامي حکومت مشر د اشرف غني په څېر يو فاسق شخص چې له دين څخه بيخي ناخبره وي ، په بيروت کې د امريکايي استعمار له پوهنتون څخه فارغ وي ، ميرمن يې عيسوي ، لور يې د صليبي فلمونو لوبغاړې وي ، ژوند يې ټول د کفر په خذمت کې تير شوی ، فاسق وي ، مرستيالان يې پخواني کمونستان وي  ، د ملي امنيت مشر يې پخوانی کمونست وي ، ديموکراسۍ ته عقيده ولري ، مسلمانان بنديان اعداموي ، سخت ظلم ورسره کوي ، صليبيانو ته خوښ وي او د هغوی له قانون سره د زړه له کومي مينه لري ، د صليبيانو د خوښۍ لپاره له مسلمانانو سره جنګ کوي ؟

د حکمتيار پلويانو !

کله چې حکومت اسلامي نشو او د حکومت مشران د صليبيانو يا يهودو او نصاراؤ سره د موالات مجرمان شول ، حکومت طرز يې غير اسلامي او ديموکراتيک شو ، د نظامي او امنيتي ارګانونو په رأس کې له الله نه منکر کمونستان وي نو بيا د داسې حکومت اساسي قانون چې يو څو اسلامي خبرې پکې وي ، دې حکومت  ته برائت نشي ورکولای او نه يې له وجې اسلامي بلل کيدلای شي !(  اوس ليکنه اوږديږي په راتلونکې ليکنه کې به چې د حکومت په اساسي قانون ليکل کيږي دا به درته ثابتوو چې دا قانون له اسلام سره په ټکر کې ده . )

د حکمتيار پلويانو !

د کابل له حکومت او د صليبيانو سره د حکمتيار د سولې تړون په حقيقت کې د حکمتيار د تسليمۍ تړون دی ، ځکه د دې تړون له وجې کوم عال مسلمان په شرعي طريقه واک ته نه رسيږي او حکوومت د رښتونو مسلمانانو په واک نه ورځي ، د دې تړون له امله د خارجيانو تسلط په افغانستان کې نه ختميږي ، د اسلامي شعايرو د همال مخه نه نيول کيږي ، د صليبيانو د رسمونو او فرهنګ د تحميل مخه نه نيول کيږي ، د اسلام په خلاف يې تيري نه بنديږي ، بلکه متقابلاًحکمتيار مجبور دی چې له ټولو جهادي ډلو او مسلمانانوسره تعلقات ختم کړي ، خپل جهادي تشکيلات لغوه کړي او د هغه حکومت قواؤ کې مدغم کړي چې د صليبيانو څخه محافظت کوي او له مسلمانانو  او مجاهدينو سره يې وجنګوي .

د دې تړون له مخې حکمتيار مجبور دی چې په افغانستان کې عملاً د صليبيانو حضور ومني ، د حکومت ديموکراتيک طرز قبول کړي ، د اساسي قانون غير اسلامي موادو ته غاړه کيږدي ، د ښځو راباسل په رسميت وپېژني ، د سيکولرانو او کمونستانو سره په ائتلاف کې او تر قوماندې لاندې يې کار وکړي ، د سالامي شريعت له مخې د سولې دا ډول تړون جائز ندی او د دې تړون په ترڅ کې چې څه رامنځته کيږي په خپله سوله باطلوي .

د حکمتيار پلويانو !

زه د يو مسلمان افغان په صفت د خواخوږی له مخې يوه مشوره درکوم چې تاسې له حکومت سره د حکمتيار د سولې تړون اسلامي شريعت ته وړاندې کړئ ، په پټو سترګو يې مه منئ ، د احنافو د علماء کرامو په نزد يو مجاهد لپاره د صليبيانو او د دوی د ملګرو سره داسې تړون جائز ندی او د سلفي علماؤ او ځينو احنافو علماؤ په نزد مطلق ارتداد دی .
دا ما يوازې د علماؤ اقوال درته رانقل کړل او فتوی نده او نه زه کوم مفتي يم !
تاسو بايد له ښه غور او فکر څخه کار واخلئ ، طالبانو ته په ښکنځلو او پوچو خبرو نه الله جل جلاله ځان خلاصولای شئ او نه مسلمانان غولولای شئ په پای کې له الله جل جلاله څخه سوال کوم چې موږ تاسو ټولو ته د سمې لارې هدايت وکړي .
آمين يا رب العالمين

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close