له جرمني ايستل شوي پنځوس افغانان کابل ته راورسېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) له جرمني څخه ايستل شوي پنځوس تنه افغانان چې هغه هېواد يې د ايستلو پريکړه کړې وه نن کابل ته راورسېدل.

د افغان کډوالو ادارې چارواکو رسنيو ويلي، له جرمني څخه هغه پنځوس تنه افغانان د کابل پر هوايي ډګر ښکته شوي چې د چهارشنبې په ورځ د جرمني له مونشن هوايي ډګر رالېږل شوي و.

جرمني تر دې مخکې هم په ډلو ډلو افغان کډوال له هېواده ايستلي خو دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد په دومره لوی شمير کې افغانان اخراجوي.

جرمني د روان ۲۰۱۸م کال په اپريل مياشت کې يوويشت او په مئ مياشت کې پنځلس افغانان له خپل هېواده ايستلي و.

د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، په دغو کسانو کې ډيری يې ځوانان دي چې په قاچاقي لارو جرمني ته تللي دي.

څه موده مخکې د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي و، چې هغه افغانان به وباسي چې په غيرقانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي او د پناه غوښتنې يې رد شوي دي.

د دې ترڅنګ ترکيې هم د غير قانوني افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې او تر اوسه يې سلګونه کسان بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د افغانانو په تګ کې زياتوالی راغلی چې سلګونه کسان بيرته هېواد ته رالېږل شوي او سلګونه نورو د لارو د سختېدو او د مديترانې سمندر کې د غرقېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

اروپايي هېوادونو ته د ځوانانو د تېښتې عمده لامل په هېواد کې فقر، بېکاري او نا امني بلل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close