له جرمني به افغانان ايستل کېږي ؛ خو جرمنيان به په افغانستان کې وي !

« تبصره »

له درې اونيو راپه دېخوا په نړيواله کچه راپورونه ورکول کېږي، چې اروپایي ټولنه د نورو يو شمېر هېوادونو لخوا د کډوالو د ورمات بهير په اړه نوې پاليسي جوړوي ، چې دوی ته په کډوالو کې کمښت راشي په نوې پاليسۍ کې به هغه اسانتياوې ، چې په ۲۰۱۵ز کې کډوالو ته اعلان شوی دی ، د هغې نيمايي برخه ترې بيا اخيستل کېږي .

اروپايي هېوادونو ته په لومړي سر کې د کورنيو جګړو او نا امنيو له امله د سوريې او بيا د افغانستان پناغوښتونکي ورمات شول ، چې هره ورځ د يونان او ترکيې په ابوکې يې د کيښتيو د ډوبيد و راپورونه ، چې پکې زيات شمېر مړه او تری تم ښودل کېږي .

هغه کډوال به ډېر نيک بخته وي ، چې د يونان او ترکيې له سمندرونو روغ او د اروپايي هېوادونو په لوري ژوندي ووځي.

تېره ورځ د جرمني د کورنيو چارو وزير افغانستان ته راغلی و ، چې په جرمني کې مخ په زياتېدونکو افغاني کډوالو په اړه له افغاني چارواکو سره وګوري.

په کابل کې د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دي ديميزير په يوه خبري غونډه کې وويل ، چې جرمي ته زيات شمېر افغانانو پنا راوړې ده؛ خو يو شمېر چې د تېرې څه مودې راپدېخوا جرمني ته راغلی دي ، په خپل هېواد کې هېڅ ډول امنيتي ستونزې نه لري.

د جرمني د کورنيو چارو وزير وويل ، چې پنا را وړونکي زيات شمېر د افغانستان د شمالي ولايتونو دي ، چې دا وخت په شمالي ولاياتو کې امنيتي ستونزې وجود نلري او هم د ايران څخه يو شمېر افغانان جرمني ته په دې  پنا راوړي ، چې په جرمني کې به هوسا او سوکاله ژوند ولري.

د کورنيو چارو وزير ويل : موږ يو شمېر افغانان چې په داسې حالت کې يې د جرمني د قانون له مخې په جرمني کې نشو پاتې کولای، د افغان چارواکو سره په تفاهم يې بيا افغانستان ته را استوو، چې د را استولو پرمهال ورسره يو څه  مرسته هم کوو.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دي ديميزير يوې خبرې ته اشاره وکړه ، چې جرمني دا ډول افغانانو ته ، چې په سيمه کې يې امن دی  د اوسيدا اجازه نشو ورکولای ، خو هغه جرمني عسکر ، چې په افغانستان کې شتون لري د افغانانو د اړتيا پورې به په افغانستان کې وي ؛ معنا دا چې افغانانو ورته اړټيا نشته له جرمني به يې باسو او جرمنيان چې افغانان ورته د امن د ساتلو اړتيا لري په افغانستان کې به وي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير د « يک بام دوهوا » متل را ژوندی کړ، چې په افغانستان کې امن دی افغانان له جرمني خپل هېواد ته را استل کېږي بيا نو په امن کې جرمنيانو ته څه اړتيا ده ، چې په افغانستان کې پاتې کېږي؟  د جرمني د کورنيو چارو وزير ته ښه ځواب شته خو څوک به يې ورته ووايي؟!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close