له  جګړې ستړي مټيس د ’سولې‘ څادر وغوړاوه

 سرلیکنه

امريکايي چارواکو په وار وار اعتراف کړى چې د افغانستان په بايللې جګړه باید نور ميلياردونه ډالر تاوانونه ونکړي، نور بايد له افغانستانه امريکايي پوځونه راوایستل شي او نور بايد امريکا ته په وړل شویو تابوتونو کې وژل شوي پوځيان، امريکايی ولس د غبرګون په ښوولو لارو کوڅو کې په مظاهرو کولو اړ نه کړي.

د امريکا تير، يانې د اوباما، حکومت په افغانستان کې د جګړې ماموريت په ٢٠١٤ز کې پای ته رسېدلى اعلان کړی و، خو ټرمپ بيا بايللې جګړه پر خپلو ښکرو واخیسته – آن سوریې او ايران ته یې د ګواښونو او بريدونو ژبه ور اوږده کړه.

 ټرمپ  اوس هم کوښښ کوي چې ناراضه او مخالفين د خپل حکومت ښکرورتوب ته له ځان سره ملګري کړي، خو په لنډ وخت کې پرلپسې د نږدې ملګرو استعفاګانو د زور او کبر ښکرونه ورپڅ کړل.

د امريکا دفاع وزير، جنرال مټيس، په ناڅاپي توګه د افغانستان د سفر پر مهال له يو شمېر افغان چارواکو علاوه د ناټو او خپلو جنرالانو سره وليدل. په تېرو ١٧ کلونو کې د شوې او روانې جګړې جاجونه یې واخيستل، چې په پايله کې ورته له افغانستانه د خپلو پوځونو د ایستلو اشارې ورکړل شوې.

مټيس دې نتيجې ته ورسېد چې ووایي: ”په افغانستان کې د روسانو له يرغل راهيسې د جګړې٤٠ کاله پوره شول، افغان ولس له جګړې ستړی دی او نور سوله غواړي.“

مټيس له افغانستانه تر ستنېدو وروسته، دا خبرې په پنټاګون کې خبريالانو ته وکړې. په خبريالانو کې يو شمېرو یې غوښتل چې له مټيسه وپوښتي چې تاسو هم له جګړې ستړي ياست.. خو ویې نه کړاى شول چې خپله پوښتنه وکړي. يو بل ته یې وکتل او پوه شول؛ په واشنګټن پوست کې یې له ليکنو دا څرګنده شوه چې افغانان نه، بلکې امريکا له جګړې ستړې ده.

ټرمپ، مټيس د دې لپاره دفاع وزير نه دى ټاکلی چې د هغه د غرور ښکرونه ځوړند کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو پرلپسې بريدونو، ورځ په ورځ په کابل او ولاياتو کې د ناامنيو زياتېدو، د امريکا د ميلياردونو ډالرو له تاوانونو سره سره د طالبانو لخوا له افغان حکومت څخه د ولسواليو نيولو مټيس دې ته اړ کړ چې نور د افغانانو پر وړاندې د سولې څادر وغوړوي.

افغان ولس (طالبان) به له جګړې ستړي وي. په يوازې ځان د امريکا په مشرۍ د نړۍ له ٥٢ هېوادونو سره جګړه کول له افغانانو پرته بل څوک نشي کولاى.

د افغانانو کورونه ويجاړ شول، هره دښته یې د بې ګناه ولسي وګړو په وينو سره شوه.. له جګړې به ستړي وي، خو له مقاومته ستړي نه دي. که څوک ورسره سوله کوي، سوله، هغه هم په لوړ افتخار د اسلامي اصولو او افغاناني عنعناتو سره په سمون سوله کوي. او که جګړه کوي، له څلوېښتو کلونو راهيسې، همدا د مټيس په وينا، ”له جګړې ستړي“ افغان شازلميان د دښمن هر ډول مقابلې ته تيار او په ميړانه تر وروستۍ سلګۍ په اسلامي جذبه او افغاني غيرت جګړې ته تر هغې دوام ورکوي څو دښمن د جګړې پر ځای د پزې کرښه راښکلې نه وي.

مټيس ته د کابل د ناڅاپي سفر پر مهال دوه ډول اشارې وشوې. خپلو پوځونو يې ورته په اشارو کې وويل چې د تيښتې لار راته ګوره، او افغان چاوراکو ورته په مخصوصه اشاره، چې ژورنالستان هم پرې پوه نه شي، وويل: که ورڅخه لاړ شي، پوځ يې له طالبانو سره يوه اوونۍ مقاومت نشي کولاى؛ کومې سيمې چې یې ترې نيولې، د هغو سيمو د نيولو هڅې کوي، خو طالبانو ترې نورې سيمې هم ونيولې.

د ټرمپ لخوا د خليلزاد غوره کول، چې په بهرنيو چارو کې یې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی غوره کړی، پر ځای مشوره ورکړل شوې ده. هغه څه چې خليلزاد یې د افغانستان لپاره کولای شي، بل امريکايی سياسي يا پوځي چارواکی یې نشي کولای.

خليلزاد په افغانستان کې ښه تجربه لري او د افغانانو په کلتور پوه دى. خليزاد غواړي چې د روسانو په څېر امريکا ونه شرمېږي؛ هم له افغانسان څخه امريکايي پوځونه پښې وباسي او هم په نړيواله کچه خپل باور وساتې. ځکه خو یې مټيس ته مشوره ورکړې چې د سولې څادر وغوړوي.

افغانان زور نه مني، خو عذر مني. او بې له عذره يا د سولې له څادر غوړولو پرته، په بل شکل امريکا ته له افغانستانه وتل په نړيواله کچه شرمېدل دي.

مټيس په پنټاگان کې د مطبوعاتي وينا پر مهال د سولې څادر وغوړاوه، خو افغانان د مټيس په سوله هم باور نه لري.. مټيس سوله نه کوي، بلکې د سولې په نامه د اوږدې جګړې لپاره ساه اخلي. که مټيس په رښتيا سوله کوي، خپل پوځونه دې له افغانستانه وباسي؛ بيا به پرې د افغانانو د سولې باور پيدا شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close