له جګړې پر شا شوي له سولې هم پر شا کېږي

تبصره

اشرف غني د ولسي جرګې په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، کومه لار چې مې د سولې په اړه نیولې، له هغې لارې نه پر شا کېږم، په هر حالت کې به پر خپله انتخاب کړې لار ولاړ پاتې شم.

اشرف غني په هره غونډه کې د وینا پر مهال جذباتي شي، ځکه خو ترې، تیرې خبرې بیا هېرې وي. د جمهوري ریاست په انتخاباتي کمپاین کې یې چې له ولس سره کومې ژمنې کړې دي، پر یوه یې هم عمل نه دی کړی، خو د تازه خبرو او ژمنو له امله خپل بار نور هم دروندوي.

که د اشرف غني ویناوو ته ځیر شو، په هره نوې غونډه کې د تېرو غونډو له ویناوو سره پخپله مخالفت کوي. کله طالبان په زور له هېواد باسي، کله ترې د انټرکانټيننټل د هوټل د وژل شویو غچ اخلي، کله ترې اویا سلنه نیول شوې خاوره بېرته نیسي او کله چې په خپله ناکامۍ پوه شي، له طالبانو وغواړي چې له حکومت سره یو ځای شئ.

اشرف غني ته هغه وخت په  جګړه کې خپله ناکامي څرګنده شوه چې نړیوالو رسنیو د افغانستان اویا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې اعلان کړه. هغه وخت یې پر نړیوالو رسنیو او بېلابېلو بنسټونو تور ولګاوه چې ځینو بنسټونو یوه – لوریزه سروې کړې ده، خو چې طالبانو د کابل په مرکز کې بریدونه پیل کړل، اشرف غني ته په جګړه کې خپل پر شا تګ څرګند شو. اوس یې سولې ته مخه وکړه، وايي، ما چې د سولې لپاره کومه لار انتخاب کړې له هغې نه پر شا کېږم.

اشرف غني په انتخاباتي کمپاینونو کې له ولس سره ژمنه کړې ده چې که واک مې ترلاسه کړ لومړی قدم به مې امنیت راوستل وي. خو دا دی، هره ورځ د جګړې په پراخېدو امنیت نور هم پسې خرابېږي.

اشرف غني د ۲۰۱۵ز کال په جنوري کې، متحده عربي اماراتو ته د یوه افغاني پلاوي په مشرۍ تللی و. د متحده عرب اماراتو د دولت له وزیر، انور محمد قرقاش، سره یې په افغانستان کې د همکاریو د سند د لاسلیک پر مهال ژمنه وکړه چې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په مشرتابه، د اسلامي نړۍ د علماوو او د سعودي عربستان په منځګړیتوب، سولې ته لار برابروو.

همدارنګه یې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قولي بیردي محدوف، د قزاقستان له ولسمشر الماس بېګ اتمبایف، او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره هم ورته ژمنې کړې دي. خو دا چې د سولې واک نه لري، لکه څرنګه چې له جګړې پر شا شوی دی، د سولې له ژمنو هم پر شا شوی دی. دا څرګنده خبره ده: څوک چې له جګړې پر شا شي هغه له سولې هم پر شا کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close