له حکومته په ناراضه اولس حکومتولي!

لیکنه : انجینر زرغون

د تېر کال تر پایه پورې به یو شمیر لوړپوړو چارواکو رسنیوته ویل چې زمونږ د منتخب حکومت او نظام په اړه خو د ۲۰۱۵ کال په پای کی چی د ۱۲ ولایاتو نظرپوښتنه وشوه، په سلو کې ۸۱ اولسي وګړو د ملي یووالي له حکومته نارضایتي وښوده چې وروسته له هغې بیا یو چارواکي هم منتخب حکومت ویلو ته خوله نده جوړه کړې، تېره ورځ د ولسي جرګې د کړنو په اړه سروې اعلان شوه دا سروې د بنیاد د بنسټ په څېر د افغانانو نه پوښتنېشوي او مرکې ورسره شوي دي خو بنیاد بنسټ په ۱۲ ولایاتو او فوکس بنسټ په ۲۴ ولایاتو کې د لس زره پنځه سوه افغانانو څخه پوښتنې کړي او د ځېنو سره یې د ملي یووالي او ولسي جرګې د وکیلانو د کړنو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي پدې پوښتنو کي د ۸٪ سلنه افغان اولس د اولسي جرګې څخه ناخوښي ښودلې ده او ویلي یې دي چې زمونږ په رایو وکیلانو ولسي جرګې ته لاره موندلې او اوس زمونږ سره د لېدلو وخت نلري آن دا چې د یاد بنسټ د ویاند په وینا ځینې افغانانو ورته ویلي چې د اړتیا پر مهال ترې وکیلان له لیدنې انکار هم کوي چې ۸۱ سلنه د ملي یووالي له حکومت نه اولس ناراضه دی او۸۰٪ سلنه اولس د خپلو وکیلانو ناراضه دی بیا دا حکومت د چا په سر کېږي بیا خو دا اولس یو محصور اولس دی چې د دې نظام په ناقانونه دام کې راګېر دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې رسنۍ باید د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره نشرات وکړي موږ کاملاً د خپل اطلاعات او کلتور وزارت احکام په نظر کې لرو ځکه خو ملي ګټې د خپل اولس په بد حالت ښودلو سره خوندي ساتو، د خپل مظلوم اولس پر سر د پردیو لخوا تپل شوي نظام په اړه خو باید ټولې رسنۍ خپل رسالت سرته ورسوي. په نظر کې نیول شوې خواوې هغه د اولس نیمګرتیاوې وي او که د چارواکو خپل سرۍ؟ ټولو ته باید رسنۍ لاس رسی ولري.

په سلو کې ۳۴ وګړو ویليدي چې اولسي جرګه کاملاً په فساد کې لاس لري او دا اداره په فساد کی اخته اداره ده چې دا نظر هم رسنۍ خپور نکړ د اولس غږ هم رسنۍ محصور کړی، دا مهال هېواد څوارلس ملیونه کاری ځوانانو ته اړتیا لري. چې څلورنیم ملیونه په دولتي او نا دولتي کارونو باندې بوخت دي پاتې نهه نیم ملیونه ځوانان بې روزګاره ګرځي ځکه خو یې له هیواده اروپايې هېوادونو ته مخه کړې ده رسنۍ دا حق چې اولس یې د ترلاسه کولو مستحق دی پټ کړی په ناراضه اولس حکومت نه کېږي موږ د ملي یووالي د حکومت مخالفت نه کوو خو د ملي یووالي حکومت دی هم د امریکا د جغ څخه سر خلاص او د ولس په رایه او نظر نظام دې جوړ کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close