له خطره ژغورلى ژوند په خطر کې

خاموش

تر ۲۰۱۴ز کال پورې، هغو افغان ځوانانو چې د پرنګ په ژبه یې ماتې ګوډې خبرې کولاى شوې د امريکايي پوځونو په خدمت (افغانستان ورانونه) کولو سره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی ؤ.

په ٢٠١٤ز کې چې د امريکا پخواني جمهور ریيس، بارک اوباما، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړ، په افغانستان کې د پرنګ په ژبه پوهېدونکي له بې رزګاريو سره مخ  شول.

همدا ژباړونکي چې د خپلو هېوادوالو په وژلو او د هېواد په کنډواله کولو کې یې د کمونستانو په څېر له امريکايانو سره مرسته کوله په خپل هېواد کې خوار زار پاتې شول، چې د خوارۍ بغارې یې ټولې نړۍ ته ورسېدې.

 امريکا اعلان وکړ چې په افغانسان او عراق کې خپلو ژباړونکو ته د امريکا وېزې ورکوو. له دې اعلان سره په ژباړونکو (وطن پلورونکو) کې لږ څه ساه راپيدا شوه. خو تراوسه یې هغه ساه لا نه ده اخیستې چې د وېزې په اخیستلو سره یې په امريکا کې ژوند غوره.

امريکا له ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې په افغانستان او عراق کې خپل پلوو ته وېزې ورکوي. يو شمېر یې امریکا ته تللي هم دي.

اوس د دواړو هېوادونو ژباړونکي امريکايانو ته وايي: موږ له امريکايانو سره د ژباړې پر مهال خپل ژوند په خطر کې اچولی ؤ، بايد موږ ته ويزې راکړي، لومړی مو هم چې امريکايانو ته ژباړې کولې، ژوند مو په خطر کې وو، اوس هم موږ ولسي وګړي او مخالفين پېژني او د وژلو هڅه مو کوي.

اوسمهال اوولس زره افغانان او لسګونو زره عراقي ترجمانان خپلو وېزو ته سترګې پر لاره دي.

د امریکا د وېزو ورکولو يا ايس آی وي پروګرام له لارې هغه کسان د امريکا وېزه نشي اخیستلای چې هغه په امريکا کې د يادې ادارې له اجازې پرته کوم سياسي فعاليت وکړي. يانې، هلته یې هم ژوند د بند په مثال دی، او دلته هم له يوې خوا خطر او له بلې خوا په کورونو کې د بند په مثال ژوند تېروي.

امريکا بايد خپلو ژباړونکو ته وېزې ورکړې، ځکه چا چې له خپل ولس او خپلې خاورې سره جفا او پرديو ته غلامي کړې وي، هغه بايد د بادارانو وېزه ولري، نور په خپل هېواد کې د پاتې کېدا ځاى نه دی ورپاتې، ځکه دلته خلکو پېژندلي او ژوند یې په خطر کې دی. تر يوولس زرو زيات ژباړونکي د امريکا د وېزو په تمه ناست دي. دوی خپل ژوند له خطره ژغوره، اوس چې یې ژوند په خطر کې دى، له خپل هېواده د وتلو شېبې شمېري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close