له خوښیو ډک کوچنی اختر

تبصره

پر افغانستان د نورو تاړاکونو ترڅنګ روسي او امریکایي تاړاکګرو زموږ له هېوادوالو د ټولو اخترونو خوښۍ اخیستې دی او هم یې د ودونو، د خوښیو د نورو محفلونو او عنعنوي کلیوالو بنډارونو خوښۍ د غم او ویر په ساندو بدلې کړې دي.

د اسلام او وطن دښمنانو زموږ کور، کلي او ښارونو هر ډول کلتوري له خوښیو ډکې شېبې په جنازو بدلې کړې دي، چې، له نیکه مرغه، د دې اختر ورځې مو له تېرو اخترونو دا توپیر لري چې هر افغان د کوچني اختر خوښي له خپلو دوستانو، خپلوانو او د کورنیو له غړو سره چې د هېواد په هره برخه کې وي د خوښیو په لمانځنو تېرولای شي.

د مسلمانانو لپاره د اخترونو ورځې شپې د ډیرې خوښۍ شپې وي. دمخه به مو همدا د اخترونو شپې ورځې چې لا مو تاړاکګرو پر هېواد یرغل نه و کړی، په ډول ډول عنعنوي خوښیو لمانځلې. له بده مرغه، د کمونستي یرغل او اوس د امریکايي یرغل له امله له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې افغان ولس خپل اخترونه په هغو خوښیو سره نه شي لمانځلای.

د امریکایي یرغلګرو لخوا زموږ جنازې او د ودونو وراګانې بمبار شوې. یواځې دا نه چې د مجاهدینو او د هغوی له کورنیو یې د خوشحالیو شېبې واخیستې، بلکې د هغو غدارانو چې بهرنیان یې خپلې پاکې او مقدسې خاورې ته راوستې دي په کورونو يې هم د بمبار او عملیاتو صرفه ونه کړه، د هغوۍ له کورونو یې هم د ویر ساندې پورته کړې.

سږنی کمکې اختر له ځان سره د خوښیو دا پیغام لري چې هر هېوادوال کولای شي د اختر شپې ورځې له خپلو خپلوانو سره په ګډه تیرې کړي.

 په دې اختر کې به د اختر تر لمانځه وروسته د وژل شویو د جنازې لمونځونه، نه کیږي. په دې اختر کې به د خوښیو په مېلو کې چاودنې نه کیږي، خو په دې شرط که د افغانانو او انسانیت دښمن اشغالګر په خپل وحشت لاس پورې نه کړي او د افغان ولس د خوښیو له منځه وړلو لپاره ګمارل شوې ډلې ته د وحشت رامنځته کولو امر ونه کړي.

دا اختر په هېواد کې تر نوور اخترونو جوت توپیر لري. دمخه به یواځې په ښارونو کې نمایشي خوښي وه، د اختر لمونځ به هم په ډاډ نه ادا کېده، اوس ټول هېوادوال، هغه په ښارونو کې وي او که د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې، د اختر لمونځونه او ټولې کلتورې خوښۍ په ډاډه زړه لمانځلای شي.

په دې کمکې اختر کې طالبانو درې ورځې له کورنیو عسکرو سره د جګړې نه کولو ژمنه کړې. په حکومتي او ولسي کچه د دې ژمنې هرکلی ځکه وشو چې طالبان د تل لپاره په خپله کړې ژمنه ژمن پاتې شوي دي او پاتې به وي.

هو! که د افغان ولس د خوښیو اخیستونکي دښمن افغانان خپلو خوښیو ته پرېښودل دا به د افغان ولس لپاره د تلپاتې خوښۍ یو ستر زېری وي.  که د انسانیت دښمنې امریکا افغانان خپلو کې د کمکي اختر له خپلو خپلوانو سره په ګډه خوښيو لمانځلو ته پرېښودل له ډیرې مودې وروسته  به د افغانانو په وچو شونډو مسکا خوره شي.

افغان ولس د تاړاکګرو وحشتونو دومره ځپلی چې  د تېرو ۴۰ کلونو اخترونو په څېر دودیزې خوښۍ نه غواړي. یواځې او یواځې په اخترونو کې د امن او سکون ساه غواړي.

 له افغان ځوانانو د اخترونو عنعنوي مېلې هیرې دي، او ماشومانو خو لیدلې هم نه دي. افغان ولس نور هیڅ نه غواړي، وايي چې موږ له خپلو خپلوانو سره د اختر په خوښیو کې ځان، د کورنۍ غړي او دوستان ژوندي وګورو دا زموږ لپاره د خوشحالۍ ډک اختر دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close