له خوښۍ مې سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې دي …

 

ليکوال: احمد فایز

د ټرمپ یوه وینا مې اوریدلې وه چې ویلي یي و؛ موږ د طالبانو سره هیڅکله خبرو ته چمتووالی نلرو بلکې موږ به زر تر زره د دوۍ د ختمولو نوي پلانونه په لار واچوو

نن مې برعکس څه واوریدل چې ویلي و موږ غواړو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړو، څومره چې ژر کیدلای شي موږ به دا خبرې سرته رسوو. هاغه امریکا نن د طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلول غواړي چې مخکې یي دا لړۍ د خپل ځان توهین او سپکاوی باله خو نن یي خپل غلام اشرف غني سپک کړ او یوه حیرانونکې او د سالم عقل لرونکي کس فیصله ترې صادره شوه

بلاخره طالبان هم وروستي خو ډیر مهم او درانه مسؤلیت لرونکي مراحلو ته داخلیږي. امکان لري د ټرمپ له رسمي اعلان وروسته به دمخامخ مذاکرې لړۍ پیل شي.

خوښ په دې یم چې د مظلوم ولس ارمان به پوره شي، مغروره امریکا به له ګران وطن ووځي ان شاءالله، د ولس میندې او بچیان به د ارام ساه واخلي. دا ړندې بمبارۍ چې هره شپه او ورځ ترسره کیږي او پکې زموږ لسګونه تنه هیواد وال شهیدانیږي پای ومومي. بیا به نو تاسې هم خپل احساسات راته بیان کړئ، مومن ولس ته وایم چې، الله تعالی ته رجوع وکړۍ، کله هم مغروره نه شئ خپلو طالبانو وروڼو ته هم دا توصیه لرم چې، کمی زیاتی درڅخه ونه شي، په هر حال کې د الله شکرونه اداء کړئ او دا د رب لوی احسان پر ځانو ومنئ.

دا خبرې ځکه تکراري کوم چې امریکايي وحشي عسکر په افغانستان کې د جګړې هیڅ اصول نه مراعتوي، د دې پرځای چې د متقابل لوري سره مخامخ جګړه وکړي بې ګناه او بې دفاع هیوادوال مو بمباروي او شهیدانوي، ګني طالبان له جګړې ستړي نه دي، طالبان چا هڅولي هم نه دي فقط د خپل رب امر دې ته اړ کړي دي چې دراغلو کفارو او ملګرو سره یي مقدس جهاد وکړي او دا وعده یي ورکړې چې اخري بریا هم ستاسې ده.

دادې نن مو یوځل بیا د تېر په څېر د بریاو په درشل پل کیښود، الله تعالی په یوه ډیره ستره او عظیمه فتحه ونازولو چې بلاخره مغروره امریکا دې ته تیاره شوه چې اسلامي امارت سره خپل ډیپلوماتان د مخامخ خبرو ترسره کیدو مېز ته ور وبلي. الله تعالی د شهیدانو ویني نه ضایع کوي ان شاءالله د هماغو د قربانیو ثمره ده چې امریکا دې ته تیاره شوه چې د وۍ په اصطلاح د طالبانو نامنونکو غوښتنو ته هم مثبت ځواب ووایي.

دا اوس هم وخت شته د کابل ادارې د ټولو ارګانونو عسکرو، مامورینو او لوړرتبه فوځي افسرانو ته د اسلامي امارت غیږ خلاصه ده دا یي ښه وخت او فرصت دی چې له ګوډاګي صف راجلا شي. یا دې خپلو کورونو ته ولاړ شي، وظیفې دې ترک کړي او یادې سره د خپلو نظامي تجهیزاتو څومره چې د دوی پر وس او توان برابر وي د اسلامي امارت تر مجاهدینو ور ورسوي، د اسلامي امارت مجاهدین دوی ته د سرونو ضمانت ورکوي او وعده ورکوي چې د دوی سر او مال به خوندي وي او خپل ازاد ژوند ته دې ادامه ورکړي، تر څو له راتلونکي شرمنده ګۍ او رسوایي خلاص شي او خپل ژوند وژغوري.

د ډونلډ ټرمپ له لوري د طالبانو سره مخامخ خبرو ته د لیوالتیا او بیا خپلو مهمو ډیپلوماتانو ته امر صادرول چې ژر تر ژره د طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو زمینه مساعده کړئ، جوتوي چې د اشرف غني رژیم یو نامشروع نظام دی او ثابته یي کړه چې په افغانستان کې د روانې جګړې لامل اشغال دی او اشغال باید پای ومومي.

د ټرمپ اعلان د طالبانو وینا هم رښتیني کړه چې ویل به يي د یادې قضيي اصلي لوری امریکا ده، نه د کابل اجیره اداره.

د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هاغه تاریخي او حقیقي ویناوې چې نن یي په خپلو سترګو حقانیت وینو چې ویلي دي؛ باید ایمان والا متوجه شي چې هغه په خپل خدای باندې اعتماد او اعتقاد او په صحي معنا توکل ولري، او بل زموږ وسله چې ده هغه د امریکا تر وسلې کمه ده واقعا د امریکا د قوت په مقابل کې هیڅ نه ده زموږ او ستاسو هغه د خدای جل جلاله حفاظت دی او د خدای جل جلاله معاونت دی نو دا وسله د امریکا تر وسلې قوي ده که قوي ایمان او په خدای عقیده څوک ولري نو دا به دده یقین شي او هم به یې زړه ته ولویږي چې زموږ وسله د خدای جل جلاله معاونت او حفاظت دی.

تاسو په خدای باور وکړئ، او یقین وکړئ، دغه مستکبر دښمن او مستکبره امریکا به د همدغه کمزورو مسلمانانو په ذریعه خدای تعالی درته سرنګون کړي او دې کې هیڅ شک مه کوئ.

ان شاءالله، ان شاءالله خدای جل جلاله خو به دغه د وخت ستر فرعون مستکبر فرعون د همدغه مسلمانو او مومنو افغانانو په ذریعه سرنګون کوي.

باید هر مسلمان یو څه غور وکړي یو څه فکر وکړي، خدای ناخواسته که دا مسلمانان لاړ شي او د امریکا په صف کې ودریږي او د مسلمانانو په مقابل کې یې کومک کوي او نفعه یي کوي او یا خوشحالي په کوي نو دا ورسره تړلې ده چې دې خلکو ته مرتد وویل شي. په دنیا کې هم د دوی په صف کې حساب شي او په اخرت کې هم د دوی په صف کې راپاڅول شي که څوک ووایي چې اخرت نشته نو دا خو د ده په درواغو دلالت کوي، دې کې هیڅ شک نشته چې قیامت راتلونکی دی.

ټول ولس او مجاهدینو ته یي تبریکي وایم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close