له دولتي اداراتو د سلګونه میلیارده افغانیو حساب ورک دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۴)

د افغانستان د پلټنې او تفتیش عالي اداره وایي چې تیر کال د ملی امنیت د ادارې له خوا د سولې په نوم پر ځینو جریاناتو، د علماؤ شورا په لګښتونو ،د ارګ او اجرایه ریاست لخوا پر اضافي لګښتونو او په یو لړ نورو بې اغیزه پروژو باندې لسګونه میلیارده پیسې لګول شوې خو اسناد یې نشته.
د دې ادارې د راپور له مخې ، په لګول شویو پیسو کې د ملي امنيت ادارې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ سولې او د خلکو د همکارۍ ترلاسه کولو په پروژوکې لګولې چې ملي امنيت د موضوع د محرم ساتلو په پلمه د یادو پیسو په هکله د اسنادو له ورکړې ډډه کړې .
دغه راز د علماؤ د شورا له خوا هم لسګونه میلیونه افغانۍ لګول شوې چې درک یې نه دی معلوم.
د تفتیش عالي اداره وایي د ملي امنيت له خوا د حزب اسلامي د مشر پر کور، دفتر او لوژیستیکي وسایلو تر ۲۹۰ ميليونه افغانیو ډیرې پیسې لګیدلې.

یادې ادارې ته چارواکو ویلي چې د افغانستان بانک د بودیجوی کسر لپاره یې ۶،۷ میلیارده افغانۍ ورکړې، خو د بانک چارواکي دا موضوع ردوي او وایي چې له پوروړو یې ۷،۹ میلیارده افغانۍ لاسته راوړې دي.

دغه راز تېر کال د یو شمیر ادارو کارکونکو ته د فوق العاده معاش او له ښاروالۍ پوروړو ادارو ته د امتیاز په توګه یو میلیارد پیسې ورکول شوې دي.

د تفتیش عالي بورډ وایي، دا ډول لسګونه میلیونه نورې افغانۍ هم لګول شوې ، خو د لګښتونو سندونه یې نه شته.
ادارې ویلی چې تېر کال ۹۲ سلنه عادي او ۶۷ سلنه پرمختيايي بوديجه لګول شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close