له دوما ښاره د مهاجرینو وتل او د روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدل دوام لري

په ختیځه الغوطة ښار کې د دوما د مهاجرینو نولسم کاروان هم  پرون د جمعې په ورځ د سوریې د حلب ښار شمال ته ورسید، روسیې ټینګار وکړ چې فوځیان به یې په دوما ښار کې ځای پر ځای او د تلاشۍ ځایونه به جوړ کړی، تر اوسه پورې د ټولو هغو مهاجرینو شمیر چې د غوطة ښار نه وتلي دی 170000 ته رسیږي.

د الباب ښار ته چې د ترکیې په مرسته د درع الفرات عملیاتو پر مهال مخالفینو نیولی دی، د مهاجرینو یو کاروان چې په 38 لاریو مشتمل او 1477 نفره سپرلۍ دي چې له جملې نه یی 583 ماشومان، 353 ښځې دي ورسیدو او دغه مهاجرین د ترکیې پولې ته څیرمه په دوه ښارونو هر یوه اعزاز، او الباب کی په موقتو هستوګنځایونو وویشل شول.

فعالان وایی چې له دوما ښار نه د ښاریانو ویستلو عملیات دوام لري، چې بیګا له نیمې شپي نه وروسته نږدې 4000 مهاجرین او وسله وال وتلي او ټینګار یی وکړ چې له دوما نه زیاتره د جیش الاسلام سرتیری وتلي دی.

فعالان دا هم وایی چې د جیش الاسلام قومندان عصام بویضانی او د الخمیس دلګي نور قومندانان د سوریې شمال ته وروسته له هغې چې خپله ټوله درنه وسله، ټانګونه، موټری او توغندي یې روسي نظامي سرتیرو ته تسلیم کړل رسیدلي دی.

له بل پلو نه، د روسیې د دفاع وزارت اړوند د سولې مرکز ویلي دی چی: روسي فوځیانو په دوما کې د ژوند عادی حالت ته د بیرته راوستلو کار او فعالیت له تیری پنجشنبې ورځې نه پیل کړی دی، د تالاشۍ او نظارت پوستې یې د جیش الاسلام سره د کړی موافقي په اساس احداث کړی، چې په رڼا کې به یې وسله وال له خپلو کورنیو سره یو ځای له دوما ښار نه ووځي او د ښار د امنیت د ساتلو لپاره به روسي نظامي فوځ د ښار چارې په غاړه اخلي.

د روانی میاشتی له پیل نه تر اوسه له دوما ښار نه نږدې 17000 مخالف وسله وال او کورني یې وتلي دي.

روسي رسنیو پرون وویل چې په الغوطة الشرقیة کې وضعیت د  استقرار لوري ته روان دی چی تر اوسه پوری 250 کسان بیرته خپلو کورنو ته راستانه  شوي دي.

روسیې له نظامي سخت برید نه وروسته په دوما ښار کې د اوربند ځانګړې معاهده کړې، خو دوما ښار تیره شنبه د زهرجن ګاز شاهد و چې نږدی 40 کسان یې ووژل چې له امله یې واشنګټن د سوریې پر رژیم د برید ګواښ وکړ. 

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close