له رجالو یو بل رجل هم وکوچید!

الیاس تکل
﷽ الله ﷻ په خپل ریښتنی کتاب قرآن کې په سُوۡرَةُ الاٴحزَاب، ۳۳ ایت کې داسي فرمایلی:
﴿ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴾
له مؤمنانو څخه ځيني داسې شخصيتونه شته چي له الله ﷻ سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي، هفوی پخپله کړنلاره کې هيڅ تبديلي را نه وستله.
فقهاء، شیوخ، او علماء کرام فرمايي په مؤمنانو کې د رجالو لقب هغو کسانو ته ورکړی شوی کومو کسانو چې ټول ژوند یې د الله ﷻ په لار کې وقف کړی وي او تر مرګه ورباندې ثابت قدمه پاتې شوي وي.
مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله هم له رجالو نه ګڼل کېږي، د نوموړی ټول عمر ۷۹ کاله ده، او ټول عمر یې د الله ﷻ د دین په فاع او د دین په ساتنه کې تیر کړو.
لومړۍ څو لسیزې یې د دین په زده کړه کې تېر کړو، بیا یې د ژوند ټولې لسیزي د سنګر، ممبر، درس او تدریس کې تیرې کړي،
د روسانو په ضد جهاد کې یې هم پوره ونډه درلوده، د مولوي یونس خالص بابا رحمه الله د یوه قوماندان په حیث یې جهاد کولو، او تر آخره پورې ورسره وفادار پاتي شو.
زما مرحوم والد محترم یوه ورځ راته کړه چې بچیه ریښتیني مجاهدین دغه یو څو کسان وه، د هغو له جملې نه به یې حقاني رحمه الله هم راته یادولو، وای ځکه کله چې داخلي جنګونه پیل شول، له ده سره زیات جنګیالي او وسلې وي خو نه یې یو پاټک جوړ کړو، نه یې خپل منځي جنګ ته زړه ښه کړ، او نه یې پکې برخه واخسته، نه یې د چوکۍ لپاره د جهاد له نوم نه غلطه استفاده وکړه.
هو! په خپل منځي جنګ کې د ښکېلو ډلو له طرفه ورباندې بریدونه وشول خو بیا یې هم جنګ ته زړه ښه نه کړ، تل یې د سولې او جوړ جاړي لپاره خپلې هڅې جاري وساتلې، خو بد بختانه چې کومه نتیجه ورباندې مرتبه نه شوه.
آن تردې وخته بي طرفه پاتی شو تر څو چې د طالبانو تحریک راپیدا شو او ورسره بې غیر د کوم قید او شرط څخه یو ځای شو، له امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره یې بیعت وکړو، آن تر مرګ پورې په خپل بیعت وفادار او ثابت قدمه پاتي شو.
د دین د ابادۍ ترڅنګ يې د دنیا د ښيرازۍ او دې ویجاړ وطن د بیا رغونې لپاره هم ملاتړلې وه، حقاني صیب رحمه الله نه یواځې د سنګر او ممبر خدمت کولو د دې تر څنګ د کتاب او د قلم له خدمت نه هم پوره برخمن وه، د جهاد په پير کې یې د منبع العلوم په نوم دیني دار العلوم او دایرة المعارف تأسیس کړی وه، همدا ډول يې د خوست په ولایت کې د عربي اماراتو د مشرانو په مرستې جلبولو سره د شیخ زاهد پوهنتون لومړنۍ ډبره کيښوده.
هو! تاریخه دا هیر نه کړې چې یو اتل د خپل ځان په څیر څلورو چنار قدي، ګلرنګي، غنمرنګي، یوسف مخي تنکي ځوانان زامن په داسې وخت کې د دین او هېواد په نامه قربان کړل چې د افغانستان واکمنو او نږدې هر چارواکي خپل اولادونه د مرګ له ډاره له هنده نیولې تر ترکیې، له لندنه نیولې تر امریکا پورې په پردیو هېوادونو کې ساتل،
هو! دا هم هیر نه کړي چې د څلورو خواږو زامنو ترڅنګ یې ۷۵ تنه د خپلي کورنې غړی د دین او د هیواد د ازادۍ په خاطر قربان کړل،
هو! حقاني وکوچېد خو د ځان په څیر یې زیات حقانیان پریښودل،
هو! حقاني ثانی خالد وه، او د خالد بن ولید رضي الله عنه په څېر په خپل مرګ ومړ.
(انا لله و انا الیه راجعون)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close