له زړه مې ووتلې پورې لمبې

شاعر/ فاتح

چې مې کړې ښکل دعشق سمسورې لمبې

له زړه مې ووتلې پورې لمبې

پتنګ غلط شوم په ښکلا دشمعې

ځکه په ماشولې راپورې لمبې

ګل ګل ځوانۍ مو چې لمبه لمبه شوې

ستا د باروتو پرې را ورې لمبې

بشر دوستانو ! لوغړن تن ته مې

بس دي همدا، مه راوړئ نورې لمبې

 

زما پر ولس دسپينې سولې په نوم

وروئ ولې؟ دجنګ تورې لمبې

 

مظلوم د ظلم پر سکروټو رغړي

ظالم تاو کړي ترې هر لورې لمبې

 

وطنه!  ستا طالب دتن په وينو

مړې کوي هر ځای کې چې ګورې لمبې

 

پرې وروي فاتح د اښکو باران

څو چې سينه کې کړي کمزورې لمبې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close