له زکام څخه ځان ژغورل

 ډاکټر مقدس

دا چې د ژمي یخ موسم رارسیدلی او هوا هم ګردجنه او خشکه ده د ورښتونو هم کمی دی او درک یې نشته، نو په داسې ګردجنه او خشکه هوا کې خلک تر ډیره له زکام سره مخ کیږي.

زکام چې د پزې بهیدل، د پزې  بندیدل او هم ورسره سپکې تبې سبب کیږي. د زکام سره د تنفسي سیستم هارمونونه تخریب کیږي چې ناروغ یې د سستیا او تمبلۍ احساس کوي.

د طبي پوهانو لخوا ویل شوي چې زکام تر ډیره پورې کومه خاصه درملنه نه لري، کیدای شي په درې ورځو کې ناروغ د ځینو طبعي لارو چارو په کارولو سره له دغې ناروغۍ روغ رمټ شي.

د زکام پر مهال جوش شوې اوبه وکاروئ او که شهد په کې واچوئ او ویې څښۍ ناروغي به مو ورکه کړي، د هوګې او پیازو استعمال هم مه هیروئ.

په یخ موسم کې له کور څخه د وتلو پر مهال په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي، چې ستاسو تنفسي سیستم ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. همدا ډول هڅه وکړئ لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یو څه کې وپېچئ او ګرم یې وساتۍ.

دا چې په ژمي یخ موسم کې د زکام د پيښيدو لامل په وجود کې د ویټامین C کمبود وي، نو د الله جل جلاله د نعمتونو له ډلې څخه په دغه موسم کې مالټه، لیمو ډیر پیدا کیږي چې دغه ویټامین لري او د زکام د درملنې لپاره ډیر ګټور دي. په ورځ کې لږ تر لږه د زکام د مخنیوي لپاره هغه خوراک او څښاک وکارئ چې ویټامین سي ولري.

په یخ موسم کې پاکې اوبه څښل هم صحت ته ګټه رسوي، په ورځ کې باید له یو څخه تر یو نیم لیترو اوبه وڅښل شي تر څو مو صحت له مکروبونو څخه ټاکلې دفاع ولري.

د زکام په ناروغۍ ککړ کس ته باید د چرګ او پسه ګرمه ښوروا ورکول شي چې د یخ وهلو کسانو لپاره تر ټولو غوره او ګټور ویټامینونه لري.

د زکام پر حالت مو چای هم هیر نشي، طبي پوهانو ویلي، چې د زکام پر مهال باید ناروغ ګرم چای ډير وکاروي، ګرم چای کولی شي ستاسو د پزې د بهیدلو مخنیوی وکړي، د لا ښې نتیجې ورکولو لپاره د چای په پیاله کې یو لیمو هم وزبیښئ او ویې څښۍ.

دا چې د ژمي په سړه هوا کې کوټې تر ډیره ګرمې شوي وي، نو اړینه ده چې له کوټې څخه د راوتلو پرمهال ځان له بهرنۍ هوا لپاره تیار کړل شي او د پزې او سر پټولو لپاره څادر وکارول شي، په ورځ دوه کرت باید د کوټې هوا بدله شي او باید کوټه ډیره توده ونه ساتل شي.

باید په یخ او ګردجن موسم کې د ماشومانو لپاره خاصه پاملرنه وشي، له تودې کوټې څخه د راوتلو پر مهال یې له سر څخه څادر تاو کړۍ او لاسونه، پښې یې هم پټ کړئ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close