له سختو بمباریو سره سره الغوطة ښار ته د بشري مرستو کاروان ننوت

نن د جمعې په ورځ د نړیوالو بشري مرستو یو کاروان په ختیځ الغوطة کې د دوما کلابند ښار ته وروسته له هغې ننوت چې تر دې مهاله نه و توانیدلی څو د سوریې رژیم او او روسیې لخوا د روسیې اوربند د نه مراعات له کبله دغه ښار ته په ننوتو بریالی شي، اوس دغه کاروان د هوایی او ځمکني بمبار په جریان کې دغه ښار ته په ننوتو بریالی شو.

د سره صلیب کمیټې اعلان وکړ هغه کاروان چې په ۱۳ لاریو مشتمل و او خوراکي توکي یې بار کړي وو د سخت جنګ له کبله د دوشنبې ورځې راهیسې دغه ښار ته په ننوتو نه و بریالی شوی.

سور صلیب تیاری نیسي څو په راتلونکې اونۍ کې یو بل ستر کاروان چې په روغتیایی توکو به بار دی دغه ښار ته واستوي.

د نړیوالې کمیټې ویاندې ویلي چې ختیځ الغوطة ته په راتلونکې اونۍ کې د مرستو د یوه ستر کاروان د ننوتو لپاره یې مثبتې اشارې ترلاسه کړي دي.

له بل پلو نه د ملګرو ملتو د بشري مرستو د یووالي مسؤل غوښتنه کړې څو اوربند مراعت او د الغوطة هستوګنو ته مرستي وویشل شي.

رویټرز د ختیځ الغوطه د تر ټول ستر ښار دوما د یوه هستوګن بلال ابو صلاح له خولې وایې چې د اړینو توکو د نشتوالي له کبله خلک له سختو کړمو سره مخ دي، او زیاتوي چې زیاتره کورنۍ د تیرو ورځو راهیسې په ورځ کې یو وخت خواړه ترلاسه کولای شي او بس.

د ملګرو ملتو عمومي ر‎ئیس ویاند ستیفان دوجاریک ویلي دي چې نږې اویا زره انسانان په دوما ښار کې چټکو مرستو ته اړتیا لري، په عین وخت کې یې ټینګار کړی چې په سیمه کې د جګړې د لمنې د پراختیا له کبله د سلګونو زرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دي چې د خوراکي توکو د رسیدا مخه یې ډپ کړې ده.

د الجزیرة خبریال وایی د مرستو د رسیدو سره سم د یوه توغندې د لګیدو له امله په دوما کې یو شمیر خلک ټپیان شول.

خبریال زیاتوي چې سره له دې چې هره ورځ ۵ ساعته اوربند چې د روسیې له لوري د تیرې میاشتې په ۲۶ نیټه اعلان شوی هوایی بریدونو په ختیځ الغوطه کې د جسرین ښار هدف ګرځولی.

د دوما ښار د مرستو له رسیدو لږ مخکې هم د هوایی بمبار هدف وګرځیده، او په ضمن کې د مخالفینو او حکومتي ځواکونو تر مینځ په المحمدیة، الأشعري او د بیت سوی ګردچاپیره سختې نښتې روانې وي.

له بل پلوه د سوریې رژیم اړوند جنګي رسنیو ویلي دي چې دولتي ځواکونو وکولای شول د الافتریس کنډک او یو شمیر نورې هغه سیمې لاندې کړي چې د سوریې د وسله والو مخالفینو په مینځ کې پرتې دي.

د سوریې د رسمي رسنۍ د خپرونې په اساس یرغل کوونکو ځواکونو د جسرین ښار لوري ته پرمختګ کړی او سیمه ایزو اړوندو مراجعو اعلان کړی چې نږدی ۳۰ کسان چې یو شمیر پکې ضابطان دي د وسله والو مخالفینو سره په تیرو ساعتونو کې وژل شوي دي، همدا راز د ایراني العالم چینل یو انځور اخیستونکی چې د اسد رژیم له ځواکونو سره ملګری و هم وژل شوي دی.

د سوریې ځواکونو یوې جنګي رسنۍ ویلي دي چې سوریایی ځواکونو په ختیځه الغوطة کې د ترهګرو ډلو د ولکې نه نیمه سیمه بیرته نیولې ده، او هڅه کوي څو نور پرمختګ هم وکړي او غواړي الغوطة په دوه برخو وویشي، خو مخالف وسله وال دا ادعا ردوي.

په الغوطة کې د سوریې او روسیې رژیمونو ځواکونو په هوایی بمباریو او ځمکنيو توپونو د ویشتو له کبله د دوه ورځو راهیسې نږدې سل سیمه ایز ملکي عام وګړي وژل شوي او وسله والو مخالفینو دولتي ځواکونه تورن کړي چې ممنوعه وسلې یې استعمال کړي دی.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close