له سنګره تر دفتره

قاري خالد

موږ ته په ماشومتوب کې یو درس راکول کېږي؛ دکورنۍ مشر مو پوښتي، ته چا پیدا کړی یې؟

زه الله، پیدا کړی یم

الله، چا پیدا کړی؟

الله، لَمْ یلِد ولَم یُولَد دی

الله په څه پېژنې؟

په قدرتونو، مثلاً ستوري، سپوږمۍ، بې ستنو اسمان او مځکه ……

خبره مې تر امریکایانو کوله؛ دا ډېره سخته ده چې امریکایان دې په جار او په زغرده اعلان وکړي چې ګویا دوی په افغانستان کې دطالبانو پر وړاندې مطلق مات دي.

موږ د امریکایانو شکست له علایمو معلوموو، او وینو ګورو چې امریکایانو په تېرو پنځلسو کلنو کې، دطالب ضد سیاست له مخې څومره څه ترلاسه کړي او څومره یې له لاسونو وتلي

دوی ویل طالبان ترهګر دي او نړۍ ورسره بدرګه کړه؛ طالبانو په پنځلس کلنه جګړه کې، له خپل هیواده بهر هیڅ کومه جګړه ونکړه او نه یې په کوم سفارت او قونصلګرۍ یرغل ور ووړ.

ترهګر به همدېته وایي چې له خپل مسکن دفاع کوي؟

هرګز نه؛ دا امریکایي منطق و، خپلو موخو ته درصد لپاره یې ترې کار واخېست، نن ناکام دی، او نن نړۍ هم وپوهېده چې ترهګر څوک او څنګه وي.

لېرې نه ده چې دچین او روس په څېر ټوله نړۍ دا ومني چې طالب ترهګر نه دی، مبارزه یې حق ده او اسلامي امارت یې ظالمانه ړنګ کړی دی.

ځینې خلک قصدي ډول اندېښنې څرګندوي چې ګواکې طالب کرایه جنګیالی دی، امریکایانو د روسانو لپاره په سیمه کې داعش جوړ کړ او روسان غواړي داعش په طالبانو وځپي.

دا ټول هسې خیالي پلاوونه او توهمات دي، افغانان پردي نه مني او داعش د افغانانو لپاره په کامله توګه پردی دی، هم یې له مذهب سره په ټکر کې واقع دي هم له کلتور سره، هم یې مشر ورته پردی دی او هم جنګیالي؛ که داعش وده کوي په قفقاز او چیچنیا کې یې کولای سي، روسان دداعش لپاره هلته ولې یو خوځښت نه کرایه کوي؟

روسان او چینایان مجبور دي چې د سیمې قوي، پوځي حرکتونه په باور کې واخلي، او پس له هغې په سیمه کې امریکایي ګټې وننګوي.

روس اوس هغه روس نه دی پاته چې د اشغال روحیه یې درلودله او دکمونسټي فکر دتبارز او خپراوي لپاره یې ممالک لاندې کول. اوسمهال روسان دخپل وجود په فکر کې دي او هڅه کوي په نړۍ کې د ځان لپاره انډیوالان پیدا کړي.

دا چې روس او چین په طالبانو لاس اېږدي؛ له همدې بریښې چې طالبان دسیمې فعال سیاسي او پوځي ځواک دی چې په هیڅ صورت نظر انداز کېدلای نسي او دوی مجبور دي چې دطالبانو په څېر پوځي او سیاسي ځواک ته لاس وغځوي.

طالب پنځلس کاله مزل وواهه؛ په طول دپنځلس کاله کې طالب زیات وخت په سنګر کې تېر کړ او نړۍ ته یې جوَته کړه چې طالب خپلې ګټې لري، خپل تحفطات لري او ددفاع لپاره ورته قوي پوځي ځواک او غښتلي سیاسي او اکاډیمیک اشخاص لري

دا نن چې طالب تر دفتره رسي، او دنړۍ دوه ابر قوتونه یې په رسمیت مني؛ دا دطالب دغوڅ دریځ، او پاک نیت په سبب ممکن سول. تر دې مخته همدې نړۍ طالب ول پر ول وتاړه، دطالب حقوق یې پایمال کړه، طالب یې دبشریت دښمن وګاڼه، او طالب یې ددې نړۍ امن ته ګواښ باله

نن چې په طالب تنګه نړۍ پراخېږي او ابر قوتونه یې پر پلوۍ ږغونه پورته کوي، دا په پوځي او سیاسي ډګر کې دطالبانو له سترې بریا پرته په بل څه نسو تعبیرولای.

امریکایانو دنړۍ واکمني له لاسه ورکړې، طالبان دي چې امریکا یې له برمه وغورځوله او پر وړاندې یې پنځلس کاله مقاومت وکړ

له همدې ځایه د امریکا زوال هم پیلېږي او ژر به د امریکایانو دغرور دنګې ماڼۍ په خړو خاورو کې نسکورې سي ان شاءالله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close