له سپینې سولې ملاتړخو د سرې سره جګړه!

 تبصره

د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې داسې مهال غونډه راوبلل شوه چې تراوسه سولې د جګړې ځای نه دی نیولای، د سولې په اړه ټولې شوې غونډې کامیابۍ ته نه دي رسیدلې، دسولې لپاره لازمه زمینه سازي نه ده شوې خو بیا هم د سولې په نامه موضوعاتو دبحثونولپاره نړیوال کنفرانس جوړشوی ؤ.
د دې نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د افغان دجګړې د پاې ته رسیدا او پرځای ېې سولې ته دلارې هواري لپاره دازبکستان د جمهور رئیس میر ضیایف لخوا دغونډې په پرانستونکې ویناکې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دکوربتوب ژمنه هم وکړل شوه.

طالبان چې د افغان ولس له غیږې را پنځیدلی ځواک ده، تل په خپل هېواد کې د سولې غوښتنه کړې ، له ګاونډیانو، د سیمې له هیوادونو،له نړیوالو او آن ترهرچا ېې زیاته د اسلامی هېوادونو(او.آی ،سی) له غړو هېوادونو غوښتي چې نورباید په افغانستان کې روانه جګړه پاې ته ورسیږي او د جګړې اصلي لوری چې امریکایان دي باید نور خپل پوځونه له هیواد څخه وباسي .

دا چې دازبکستان په غونډه کې د نورو هېوادونو د برخوالو ترڅنګ د کوربه هېواد جمهور رئیس میرضیایف دافغان ولس د یوې ښې راتلونکې او روښانه سباوون لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دکوربتوب ژمنه وکړه، باید لومړیتوب او ارزښت ورکړل شي، دواړه خواوې افغان حکومت اوطالب مشران باید دهرې سپینې (ریښتینې ) سولې چانس له لاسه ورنکړي ، طالبان دې پرې په خپلو کې مشورې وکړي او افغان حکومت دې له سپینې ماڼې د سولې او مذاکراتو واک واخلي.

واقعیت دادی چې، په جګړه کې که هرڅو چاته دهغه ګټې مخې ته کړي بیاېې هم نوم تریخ دی ځکه له ژوندیو ژوند اخلي او که دسولې په اړه چاته هیڅ دګټې خبره ونه کړي دسولې له نومه د ژوند اسانتیاوي او سوکالي څرګندیږي.

په کومو هېوادونوکې چې د جګړې ځای سولې نیولای دی هغه هېوادونه اوس په پرمختللو هېوادونوکې شمیرل کیږي.

ترټولو لومړې باید موږ دسولې په هدف ځان پوهه کړوچې طالبانو ته دکومې سولې وړاندیز کیږي دسپینې(ریښتینې ) سولې که د سرې(افغان وژنې)؟

افغان ولس سپینه سوله کوي، خو د سرې (افغان وژنې) سره ترهغه وخته جګړه کوي څو افغان وژونکي له هېواده تیښتې ته اړکړل شي.
سپینه سوله هغه ده چې د نړۍ په نورو هېوادونوکې له جګړو وروسته شویده اواوس هغو هېوادونوکې ځوان نسل د جګړې نوم هم نه پیژني، خوپه افغانستان کې د افغان ولس لپاره خپله امریکا د نورو په ژبه سپینه سوله نه غواړي او نه ېې غوښتونکې ده.

لکه څرنګه چې امریکا په افغانستان کې د ۱۷کالو راهیسې د امن په نامه جګړه پېل کړه لا هم افغان ولس په یوه او بل نامه وژني ، کورونه ېې ور کڼدواله کړل، په جنازو، ودونو، بازارونو، غونډو،جوماتونو او آن په امنیتي پوستو کې پر دولتي ځواکونو ېې بې دریغه بمبارۍ وکړې دافغانستان ټوله خاوره ېې د امن په نامه دافغانانو په وینو سره کړه، دا ډول سره سوله چې د بهرنیوپه موجودیت کې دې افغانانو لاسونه د یوه، بل پر وینوسره وي افغان ولس ېې نه غواړي او نه ېې کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close