له سیاسي دفتر سره د خبرو په شرط، طالبان سوله کوي

سرلیکنه

طالبانو په یوه اعلامیه کې پر امریکایي چارواکو غږ کړی دی چې که مو په قطر کې له سیاسي دفتر سره خبرې وشي او د افغانانو مشروع غوښتنې ومنل شي، موږ سولې ته چمتو یو.

 څو ورځې مخکې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې، الیس ویلز، په خپلو څرګندونو کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي و چې د سولې د خبرو دروازې یې پر مخ پرانیستې دي.

طالبانو چې پر افغانستان له یرغل راهیسې د امریکايي او ناټو پوځونو په مقابل کې جګړې ته دوام ورکړی او امریکايي چارواکي یې تل په افغانستان کې د جګړې د بایللو په اعتراف مجبور کړي دي، ترڅنګ یې پر سوله هم ټینګار کړی دی.

طالبانو تراوسه پورې د افغان حکومت، امریکا او ناټو له جګړه کوونکو سره جګړه کړې، او اوس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز، د طالبانو په لور د سولې اشاره وکړه، پر امریکایي چارواکو یې غږ وکړ چې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره په قطر کې زموږ له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو که دمخه په ولایاتو او تېره میاشت په کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل خپل کامیاب بریدونه کړي دي او امریکا ته یې په جګړه کې خپل زور ښوولی دی، خو په وار وار یې ورته دا هم ويلي دي چې جګړه د افغانستان د کړکېچنې مسئلې د حل لاره نه ده.

طالبانو که له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه په کابل، اسلام آباد او ارومچي کې په شویو غونډو کې برخه نه ده اخیستې، خو د غونډو پر مهال یې ویلي چې که امریکا د افغان ولس مشروع غوښتنې تسلیم کړي، د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي او له هغوی سره مذاکراتو ته راوړاندې شي، د افغانستان د مسئلې حل شونی دی.

دا چې امریکا په افغانستان کې، سره له خپلو ناکامیو، د جګړې لار نیولې ده، طالبان اړ شوي دي  چې مقاومت ورسره وکړي او د خپل ولس، ملي ارزښتونو او خاورې دفاع وکړي. جګړه د طالبانو انتخاب نه ده. افغانستان د جګړو په دوام کنډواله شو او افغانان نورو هېوادونو ته په کډو کولو مجبور شول.

تراوسه پورې چې طالبان له یو لک بهرنیو او افغان پوځونو سره وجنګېدل او لا جنګېږي، پر دوی جګړه تپل شوې ده.. د جګړې په مقابل کې جګړه کوي. خو که امریکا سوله کوي، طالبان ورسره په دې چمتو دي چې جګړه د افغانستان په خاوره روانه ده، افغانان پکې ووژل شول او لا وژل کېږي.

که امریکا د جګړې په دوام کامیابي ترلاسه کولای شوه، نو ۱۷ کاله یې په افغانستان کې د افغان ولس په هیڅ ډول وژنو صرفه ونکړه.

د جګړې پای ته رسول او پر ځاې یې سوله ییز حل رامنځته کول، هم د افغان ولس (طالبانو) او هم د امریکا لپاره ګټور دی. که امریکا هر څو په افغانستان کې د خپلو او ناټو پوځونو په زیاتوالي جګړه دوامداره وساتي، بیا به هم د سولې لارې نیولو ته اړ کېږي.

د طالبانو لخوا پر امریکا د سولې له لارې د افغانستان د مسئلي د حل غږ کول او سولې ته د چمتووالي ښوول یواځې افغان ولس ته نه، بلکې امریکا او نورو بهرنیو پوځونو ته هم زېری دی چې نوره به جګړه پای ته ورسېږي او خپلو کورونو ته به خپل سرونه سلامت یوسي.

اړوند مطالب

1 thought on “له سیاسي دفتر سره د خبرو په شرط، طالبان سوله کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close