له طالبانو سره سولییزې خبرې او پر ولس بمبارۍ

 

را پور تاژ: جنت ګل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)
په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو لخوا د سولې د خبرو نوی څپرکی په پرانیستل کیدو دی، چې په همهاله توګه ورسره د بمباریو کچه هم بیسارې کچې ته رسیدلې.
د خلیلزاد د وروستي سفر پر مهال چې انقرې ته یې درلود یوه مهمه لاسته راوړنه، خو څو ویرجنې غمیزې یې له ځانه سره درلودې.
خلیلزاد په خپل ټويټ کې ويلی: «موږ به په داسې لارو چارو کار وکړو، چې د طالبانو مرکچي ټيم غړي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له تور نوم لړ څخه وويستل شي.»

د طالبانو د مرکچي ټيم يو شمېر غړي د امنيت شورا په تور نوم لړ کې شامل دي، چې له امله يې نورو هېوادونو ته سفرونه نه شي کولی، خو دوه اوونۍ وړاندې په مسکو کې د افغان سولې ناستې ته د طالبانو دغو استازو سفر کړی وو.
خو په عین حال کې بیا د مذاکراتي میز پر سر پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه په هیواد کې یوځل بیا خونړۍ بمبارۍ او شپني عملیات پیل شوي دي.

افغان او امریکایي ځواکونو د سلواغې د میاشتې په ۳۰ مه نیټه، د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب په سیمه کې سل کلنه تاریخي مدرسه( حمیدیه ) له خپلو زرګونو کتابونو او درسي موادو سره وسوځوله.
د کب د میاشتې پر دریمه(۳) نیټه امریکایي ځواکونو په دریو ولایتونو کې خونړۍ چاپې وهلې؛ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د زردسنګ سیمه کې یې د یوه ملا امام په ګډون درۍ تنه ولسي هیوادوال په مخامخ ډزو شهیدان او په سیمه کې یې ۳ لوی جوماتونه هم والوزول ؛ د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد په سیاه چوب سیمه کې یې یو کور اویوه د مسجد د طالبانو حجره ویجاړ کړي او په سیمه کې یې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړې ،د ځایي خلکو یو شمیر شخصي وسائط یې هم و سوځول؛ د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍاړوند د “پیو اوتعمیر“ ترمنځ سیمه کې یې د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې ګڼ عراده جات یې وسوځول او۲ تنه ملکیان یې له ځانه سره د بندیانو په توګه یووړل.
د کب د میاشتې پر ۴ مه نیټه ګډو ځواکونو د میدان وردګ جلګې ولسوالۍ کې په دریو کلیو چاپه واچوله چې د یوې کورنۍ د ټولو غړو په ګډون یې تر ۲۰ تنو ډیر مسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ؤ، ووژل.

د چارو شنونکی حمدالله حلمیار لیکي: چې مکتب وسوځول شي نو د دین، وطن او خلګو دښمنانو کار یې بولو او عاملینو ته یې مجازات غواړو
راډیوګانې او تلویزونونه ورباندې پوره میاشت شخوند وهي مستند فلمونه ورباندي جوړوي او…
که مدرسه بمبار شي، جومات شهید کړل شي نو د عاملینو نوم اخیستل یې هم د هیواد دګټو په خاطر جرم ګڼل کیږي.
نوموړی زیاتوي “که په هوایي بمبار کې د ولسي خلګو کورونه له خلګو ډک بمبار او ماشومان شهیدان شي نو نه یوازي دا چي حکومت ځان پړ نه بولي بلکه د خلګو کور د ترهکرو قرارګاه او معصوم ماشومان د ترهګرو قومندانان یادوي، رسنۍ یې د عیني شاهدانو غږ قدري نشرول هم د خپلو پروژو منافي او د هیواد لپاره خطر بولی“
امریکا او د کابل اداره وایي چې دغه بریدونه د دې په خاطر کوي، څو طالبان اړ کړي چې د مذاکراتو پر میز د دوی شرایط ومني ؛ دوی وژل شوي ملکیان وسلوال طالبان بولي او په نښه شوي ماشومان اوښځې هم طالبانو ته منسوبوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close