له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې د ملي اردو او کمانډوځواکونو تر سختو تلفاتو وروسته د مشرانو جرګه امنیتي مسؤلین احضاروي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۲ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې په فراه، نیمروز او ګڼو نورو ولایاتو کې له طالبانو سره په مخامخ نښتو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو لسګونه سرتیري ووژل شول، د مشرانو جرګې د غړو یې په اړوند سختې اندیښنې راپارولې.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په ننۍ ناسته کې وویل؛ د وکیلانو له قهرجنو اعتراضاتو وروسته پریکړه وشوه تر څو راتلونکې سې شنبې ته امنیتي مسؤلین د وضاحت له پاره د سنا مجلس ته ور وغوښتل شي.
په ننۍ ناسته کې، محمد علم ایزدیار د ځواکونو تلفات اندیښمنونکي وبلل او زیاته یې کړه؛ د دفاع وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۲ کمانډویانو او اردوځواکونو د وژلو خبر ورکړی ښایي تلفات تر دې زیات وي هغه څه چې خورا اندیښمنونکي دي.
باز محمدزرمتي بیا د امنیتي ځواکونو له خوا د اناردرې د ولسوالۍ بیرته نیول حماقت وباله او زیاته یې کړه؛د افغان ځواکونو د سر په بیه د ولسوالۍ بیا نیولو ته هیڅ اړتیا نه وه که امنیتي ځواکونو ته یې اهمیت درلود له لومړي سر څخه به یې سقوط ته نه پریښوده.
یو شمیر نورو سناتورانو هم د امنیتي مسؤلینو په بې کفایتي نیوکې وکړې او د هغوی له خوا د سپیناوي غوښتونکي شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close