له غزني څخه د یوې امریکايۍ عسکري خاطرات

واحد فقیري

ورځني سیاسي‌ نوټونه (۱۹۴)

له غزني څخه د یوې امریکايي عسکري خاطرات:

مېرمن جوانا ډاشر په ټسک او پرپوز کي د سپټمبر پر ۶ مه لیکي: زما مېړه به پدې راتلونکي مني کي بېرته افغانستان ته سوق سي. ها بله ورځ، کله چي ما او زما مېړه،‌رس، افغانستان ته د هغه د بیا تګ په باب خبري کولې، رس راته وویل،«ښايي په غزني کي اوس طالبان زموږ د خوب په اطاقونو ټنډه خوب کوي.» هغه دا څرګندوني د غزني د تېر جنګ په متعلق راته وکړې.

قریب نهه کاله پخوا، زه او رس په غزني کي سره اشنا سو. دواړه د امریکا د اردو ځوان افسران وو، او د غزني د ژمي په سړو او اږدو شپو کي به مو د وخت د تېرولو لپاره ورقي (قطعه بازي) سره کوله. که څه هم اوس طالبان د غزني له ښاره څه په شا ټمبول سوي دي، خو هغوی شاوخوا سیمي لاندي کړي دي، او د افغانستان پر یوازنۍ لويي لاري باندي ئې خپله ولکه ټینګه کړې ده. الان په غزني کي د( پي ار ټي) ټیم نسته. حقیقت دا دئ چي پي ار ټي ګاني یوه ناکامه او قیمتي پروژه وه. د پي ار ټي وظیفه دا نه وه چي کورونه تلاښي کړي، دروازې ماتي کړي، د خلګو کورونه ته ور واړوي، بلکي زموږ دنده په اصطلاح د زړونو او دماغونو ګټل ول. موږ به پیسې وېشلې، سړکان به مو جوړول، او مکتبونه به مو آبادول. موږ په ټول ولایت کي‌ ګرځېدولو، او د امریکا د (یو سي ایډ) استازي به هم راسره ول. موږ به د قومي مشرانو سره، د ولسوالانو سره، او د نورو محلي مخورو او عادي خلګو سره کتل، او د هغوی د ضرورت سره سم مو مرستي ورسره کولې.

موږ پدې وخت کي ځیني ساختماني کارونه وکړل، او ځيني شیانو مو جوړ کړل، خو موږ یو هم پدې باور نه لاره چي دا شیان دي دوامداره پاته سي. زموږ یوه وظیفه دا وه چي د ۲۰۰۹ د انتخاباتو په دوران کي د محلي افغان مامورینو سره کومک وکړو. زموږ دنده دا هم وه چي د انتخاباتو مامورینو ته، رایه ورکونکو ته، او د رایو مرکزونه ته امنیت برابر کړو. زما لپاره دا یوه ډیره جالبه د ژوندانه تجربه وه. موږ غوښتل چي دیموکراسي پیاده کړو. مګر زموږ همدې ادعاګانو زه خپله چندان نه وم قانع کړې. پدې انتخاباتو کي افغان کاندیدانو راز راز نښانونه لرل.د مثال په توګه، د یوه کاندید علامه مڼه وه، او بل دا بزه وه. ما له همدې رایو څخه یوه نمونه راغلا کړه، او اوس هم په کور کي د نښانې په توګه راسره ده.

څو ورځي مخکي چي غزني سقوط وکړ، زموږ یوه ترجمان، چي اوس په متحده ایالاتو ژوند کوي،‌ په خپل فیسبوک کي لیکلي ول: «زه په غزني کي د خپلي کورنۍ په اړه سخت اندېښمن یم. زما پلار د غزني ښار ته ورغلی وو چي د سولر پېنل واخلي، خو اوس د جنګ په وجه په ښار کي بند دئ. جمهورریس غني او اجراییه ریس دواړه کرغېړن اشخاص دي،‌ او دواړه سخت کمزوري سیاستوال دي.»

اوس چي زه خپل د راغلا سوي د رایي کاغذ ته ګورم، زه په زړه کي په غزني پسې خپه کېږم. زه د غزني د با شهامته خلګو په باب فکر کوم چي د رایو په لاینونو کي به صبور ولاړ ول.

کله چي ښاغلی رس بیا افغانستان ته ولاړ سي،‌ هغه به د ۲۰۱۹ انتخابات وګوري. مګر څرنګه چي د افغانستان امنیتي وضع ورځ په ورځ خرابېږي، دا تصور به ډیر مشکل وي چي بیا به خلګ د رایو لپاره په لاینونو کي ودرېږي. دا تصور هم مشکل دئ چي هغه څه چي موږ نهه کاله پخوا جوړ کړي ول، هغه به د ډیر وخت لپاره دوام وکړي.

 Back To Afghanistan: Looking At The Ghazni That Exists Now Vs. The Town I Knew

ـــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close