له غم او زغم نه پس د بریا څرک – دردوونکې کیسه‎

لیکوال: محمد العمري (ابوهاني)

ژباړه: م. حمـــد الله (دانشمنــــد)

کیسه کا: یو سړي له یوې نوموتې ښایستې ښځې سره نکاح وکړه. یو له بل سره یې بې سارې مینه درلوده.
د وخت په تېرېدو یې مېړه له نادارۍ سره لاس او ګرېوان شو. د روزي د موندلو په پار د سفر په تکل کې شو، لکن تر سفر وړاندې یې و انګېرله، چې ښځه د یو امینې ښځې په کور کې پرېږدي؛ ځکه د ښځې یواځیتوب بدي پایلې لري. نشې کولای د ځان دفاع وکړي. له ډېرو هڅو وروسته یې بل څوک و نه موند، یواځي یو سکه ورور یې و، هغه ته ورغلی، د خپلې ښځې په اړه یې ور ته سفارښتنه وکړه، هغه په سفر روان شو؛ خو نبوي وینا یې له پامه غورزولې وه، چې وایې: « الحمو الموت!» ژباړه: له لیوره سره ناسته پاسته د مرګ لامل دی.

وخت تېرېده… یوه ورځ داسي راغله، چې یاد ورور یې د خیانت په موخه له هغې د نفس غوښتنه وکړه؛ خو هغې نه غوښتل، چې عزت یې لوټ شي او له مسافر مېړه سره د هغه په غیاب (نه شتون) کې خیانت وکړې.

هغه (لیور) به تل ځوروله، تنګوله او ورته کړه به یې: که مې غوښتنه و نه منې په زنا به دي تورنه کړم!

یادې پاک لمنې (ښځې) ور غبرګه کړه: څه چې دي په وس پوره وي هغه وکړه؛ الله پاک ر اسره مل دی.

د وخت په تېرېدو یې مېړه هم له سفره را ستون شو. ورور یې له پښتنې، ګروېږنې وروسته سم د لاسه ور غبرګه کړه: وروره! ستا ښځې له مانه، د نفس (زنا) غوښتنه وکړه، په دې توګه یې له تا سره د خیانت اراده وه؛ خو ما یې غوښتنه و نه منله!

مېړه، وړاندې له دې چې یاده پېښه تر څار لاندې و نېسي، سم د لاسه یې طلاق ور کړ، د خپلې ښځې وینا ته تم نشو، ورور یې په یاد خبر کې رښتینی و باله.

یاده پتمنه (ښځه) ولاړه په داسې حال کې، چې سر پناه او د شپې تېر ځای یې نه وو…

په لاره کې د یو دینداره او نیک سړي په کور تېرېده، دهغه دروازه یې و ټکوله، خپله ماجرا (کیسه) یې ورته وکړه. هغه هم په یاده کیسه کې رښتینې و بلله، ورته کړه یې :دلته پاتې شه، زما د واړه ماشوم پالنه کوه په بدل کې به یې مزدوري در کوم. هغې هم ور سره هوکړه وکړه.

یوه ورځ یاد نیک سړی له کوره د یو کار په موخه وتلی وو، چې خادم یې راغلی له یادې ښځې یې د ناروا کړنې غوښتنه وکړه. هغې له دې امله، چې دا له الله پاکه ښکاره سر غړونه ده انکار وکړ.

موږ ته ستر لارښود (نبي علیه السلام) مبارک یوه سپینه او سیده تګلاره پرېیښې، چې تعقیب یې د بریا زوږ له ځان سره وړي. هغه (علیه السلام) فرمایلي: ((نه یواځې کېږي یو سړی له پردۍ ښځې سره؛ لکن درېیم به یې ارو مرو شیطان وي.))

خادم و ګواښله که یې غوښتنه نه شي تر سره نو زور به و کاروي. هغه په خپل پیاوړې دریز ولاړه وه. خادم چې اړتیا یې پوره نشوه د واړه ماشوم په وژلو یې لاس پوري کړ، هغه یې و واژه!

نوموړی نیک سړی چې کله کور ته راغلی خادم ورته کړه: ستا ووړ بچی همدې ښځې و واژه. هغه سخته غوصه شو؛ خو د اجر او ثواب په موخه یې هغې ته بښنه وکړه، دوه (۲) دیناره یې و هغې ته د مزدورۍ په توګه ورکړه او ورته ویلې: زموږ له کوره نوره ولاړه شه!

الله پاک د غوصه زغمونکو په اړه فرمایې: {والكاظمين الغيظ والعافين عن الناس والله يحب المحسنين} ژباړه: (له الله پاک وېرېدونکې هغه څوک دي، چې) غوصه زغمونکي وي او خلکو ته (د هغوی د تېري پرمهال) بښونکي وي، بېشکه الله پاک نیکان خوښوي.

ښځه د نیک سړي له کوره را و وتله، د بازار په لور یې موخه کړه،  ناڅاپه یې د خلکو په یوه ګڼه ګوڼه سترګې و لګېدې، چې یو سړی یې په منځ کې تر وهلو، ټکولو لاندې نيولی دی، هغه نږدې ورغله. له یو سړي نه یې پوښتنه وکړه: ولې مو دا سړی بيچاره تر وهلو لاندې نیولی؟ هغه ځواب ورکړ: په هغه پور باندې دی، یادي خپل پور په سمه توګه اداکړي، یادي له هغه سره د مريی په توګه پاتې شي. هغې ترې و پوښتل: څومره پور یې ور باندې دی؟ هغه ورته کړه: ۲ دیناره. هغې ور غبرګه کړه: زه د دې بېوزله سړي پور ادا کوم. دواړه دیناره یې ور کړل، د یاد سړي ژوند یې و ژغورل.

یاد سړي ترې پوښتنه وکړه: څوک یې؟ هغې تېره کیسه ټوله ورته بیان کړه. هغه ورته کړه (ستا د نیکۍ له امله) به زه در سره ملګری شم، دواړه به یوه معامله پیل کړو، ګټه به مو سره نیمايي وي. هغې هم ور سره هوکړه وکړه.
هغه ورته کړه: نور به له دې نا پاکه کلي ووزو. ښه به دا وي، چې د دریاب لاره و نیسو. هغې ور سره و منله.

و کښتۍ ته د ختلو پر مهال سړي ورته ویل: ته لومړۍ و خېژه، ځه در پسې یم. هغه و رغلی د کښتۍ څښتن ته یې کړه: دا زما وینځه ده، پلورم یې. هغه ترې په نه څه و پېرله، روپۍ یې ور کړې. سړي روپۍ لاس ته کړې نور یې د تېښتې لار خپله کړه.

کښتۍ حرکت وکړ، ښځه د ملګري په لټه کې شوه؛ خو ویې نه موند..

کښتيوانان (دلیوانو په څېر) پرې را  ټول شول له هغې نه یې د ناروا کړنې غوښتنه وکړه؛ خو یاده پتمنه حیرانه ده! د کښتۍ مالک ورته کړه: ما پېرلې یې له خپل مالک نه، او س به هرو مرو زما سفارښتنې منې. هغې له یادې ناوړه کړنې نه، انکار وکړ، ویلې: زه د الله پاک نا فرماني نشم کولای او نه خپل عزت بایلم!

هغوی په دې وینا بوخت دي، چې ناڅاپه تېز باد راغلی، کښتۍ یې غرقه کړله، له یادې پتمنې، صابرې (ښځې) پرته یو څوک هم ژوندی پاتې نشو. واړه، سند له ستوني تېر کړل.

د سیمې د ښار واکمن له ښار نه، را وتلی د دریاب پر غاړه د اوبو سیل کوي، ناڅاپه یې سترګې په یوه ښځه و لګېدې، چې د کښتۍ په یوه لوحه ناسته ده، پوځ ته یې امر وکړ: دلته یې راولئ! هغوی را ویسته ماڼۍ ته یې ننویسته، طبیب ته یې د هغې د تداوي امر وکړ. کله چې په هوښ راغله، له هغې نه یې د کیسې څرنګوالی و پوښت. هغې هم ورته ټوله کیسه بیان کړه د لېور له خیانته نیولې بیا د خادم، بیا د هغه سړې تر خیانته، کوم یې چې له وهلو، ټکولو ژغورلی وو…

یاد واکمن دهغې صبر او زغم ته ګوته په غاښ دی.

لنډ دا: له نوموړې سره یې نکاح وکړه. له هغې سره به یې د ژوند په ډېرو لارو چارو کې مشورې کولې؛ ځکه ډېره پوه، زېرکه او له ښې رأیې بډایه ښځه وه. په لږ وخت کې یې د ښو اخلاقو او شجاعت اوازه په ټولو لرو او نږدو ښارنو کې خپره شوه.

څه مهال وروسته یاد واکمن و مړ، د ښارونو غټان سره راټول شول تر څو د مړه واکمن ځای ناستی و ټاکي، له یو لړ مشورو وروسته یې یاده هوښیار، پاکه او زيرکه ښځه دې څوکۍ ته و نوموله.

یوه ورځ یې امر وکړ: زما تخت یا څوکۍ د ښار په عامه څنډه کې کېږدئ. پوځ ته یې دنده و سپارله: د ښار ټول وګړي را یو ځای کړئ او یو یو زما په وړاندې تېروئ. خلک را پیل شول، تېرېږي؛ سترګې یې په خپل مېړه و لګېدې، ورته ویل یې:  ته څنګ ته شه، اخوا و درېږه!
بیایې لېور تر سترګو شو، هغه ته یې ویل: د خپل ورور څنګ ته و درېږه، بیایې نوموړی نیک سړی ولېد و هغه ته یې کړه: ته هم له دوی سره یو ځای و درېږه، بیا یې خادم و موند هغه یې هم د هغو څنګ ته و دراوه، بیا یې هغه خبیث سړی ولېد کوم چې هغې ازاد کړی و. هغه ته یې وېل: ته هم همدلته و درېږه.

مېړه ته یې کړه: ته ورور تېر ایستی وي، ځه ته بري یې، لکن هغه به په درو وهل کېږي؛ ځکه زه یې په زنا متهمه کړې یم.

نیک سړي ته یې ویل: ته خادم دوکه کړی وي، ځه ته هم خلاص یې، لکن خادم قتل کړی؛ هغه به وژل کېږي.

و خبیث سړي ته یې مخ ور وا ړاوه، ورته کړه یې: ته په بند محکوم یې، تا خیانت کړی، تا هغه ښځه پلورلې، چې ته یې له وهلو ټکولو و ژغورلې.

الله (جل وعلی) څه ښه فرمایلي: { ان الله لا يضيع أجر من أحسن عملا } ژباړه: الله پاک د نیک عمله انسان اجر نه ضائع کوي.

اللهی! زموږ پر ګناهونو د بښنې قلم کش کړه!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close