له غني سره د سیاسي ګوندونو ناسته بې نتیجې پای ته رسیدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۴)

د روانو انتخاباتي جنجالونو له امله تیره ورځ ناوخته د سیاسي ګوندونو استازي ارګ ته وربلل شوي و، څو روانو تشنجاتو ته حل لاره ولټوي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،“ دغه ناسته چې په ګلخانۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، پریکړه وشوه چې د سیاسي ګوندونو اوحکومت څخه جوړه یوه ګډه کمیټه به ټاکل کیږي، څو د راتلونکو ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو، مهالویش او د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره په یوه معلومه نیټه غور وکړي او تر څنګ یې خپلې عملي طرحې د چارو د برمخ بیولو په موخه وړاندې کړي.“
په دې ناسته کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ګډون کړی و.
سیاسي ګوندونه وایی، په یاده ناسته کې هیڅ نهایی نتیجې ته نه دي رسیدلي او له ارګ سره یې شته جنجالونه لا پرځای پاتې دي.
سیاسي ګوندونه وایي، انتخابات باید حوزوي شي او د احزابو له ادرسه دې ترسره شي خو حکومت یې نه مني.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه مشر عطانور ګواښ کړی چې په ټول هیواد کې به د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفاتر وتړي او د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو مخه به ډب کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close