له مجاهدينو سره د ملت د پيوند فلم پيغام او دلالتونه

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

%db%b1

د افغانستان د طالبانو د منبع الجهاد سټوډيو د (۲۰۱۶) م د روانې دسمبر په مياشت کې (له مجاهدينو سره د ملت پيوند) په نامه يو مستند دعوتي فلم خپور کړ، چې د داخلي رسنيو او مطبوعاتي جهتونو تر څنګ غربي رسنيو هم ورباندې بېلابېلې تبصرې وکړې.

نشر شوی فلم د موضوع او محتوی له لحاظه ځانګړی وو، سره لدې چې فلم د يوې جهادي سټوډيو له لوري ترتيب شوی، خو نه ورکې کومه د جنګ صحنه شته او نه هم د کومې مرمۍ فير، بلکې د فلم محتوی او صحنې ټولې له ملت سره د مجاهدينو د اصلاحي، دعوتي او اجتماعي تعامل په اړه دي.

دغه فلم چې ټول يې (۴۳) دقيقې او دېرش ثانيې وخت نيولی، د محتوی عمده برخې يې په لاندې ډول دي:

۱ – د ويناوو او پيغام برخه:

په فلم کې د طالبانو د شهيد شوي مشر امير المؤمنين مرحوم ملا أختر محمد (منصور) د وينا يوه برخه راوړل شوې ده، چې له دښمن سره سوله ردوي او د اسلامي نظام تر ټينګېدو پورې پر مسلح جهاد ټينګار کوي. د شهيد منصور تر خبرو وروسته د هغه د نائب الحاج ملا سراج الدين حقاني د وينا يوه برخه راغلې چې د مجاهدينو د صف پر يووالي او د الله تعالی د کليمې او دين د لوړوالي او حاکمولو پر هدف ټينګار کوي، او د اسلامي امارت د تګلارې د صحت او پر امارت د نړۍ د مجاهدينو له لوري د باور او اطمينان په اړه غږيږي.

%db%b2

%db%b3

د ويناوو په برخه کې د طالبانو د اوسني امير شيخ الحديث مولوي هبة الله آخندزاده د وينا يوه برخه هم راغلې ده چې مجاهدينو ته پر دښمن د سختۍ او له مسلمان سره د مهربانۍ پر موضوع  غږېږي او د ((أشداء علی الکفار و رحما‌ بينهم)) قراني اصل شرح کوي.

%db%b4

د فلم په يوه بله برخه کې د اسلامي امارت د شمال غرب د حوزې د مسؤول شيخ الحديث مولوي نداء محمد (نديم) وينا هم راغلې ده چې په روان جهاد کې د خپل ولس قربانۍ يادوي، او وايي چې: ولس بې له مجاهدينو ناکام وي، او مجاهدين بې له ولسه څه نشي کولی. هغه په خپله وينا کې مجاهدينو ته له ولس سره د ښه تعامل توصيه کوي، او په دې اړه د امت د سلفو لارښوونې وريادوي. شيخ نداء محمد (نديم) مجاهدينو ته په جدّيت سره دا وايي چې: که چېرې په تاسو کې څوک له ولس سره ناروا او ظلم وکړي، نو اسلامي امارت به هرومرو حساب ورسره کوي.

%db%b5

د ويناوو په برخه کې د امارت د مسؤولينو ترڅنګ د څو نورو مجاهد عالمانو او دعوتګرانو ويناوې هم راغلي چې په هغو کې د محترم مولوي عبد الرحمن آخندزاده، شهيد استاذ احمد ظاهر (اسلميار) او د يمن د يوه مجاهد عالم (شيخ خالد باطرفي) ويناوې دي.

مولوي عبد الرحمن آخندزاده مجاهدينو او ولس ته اطمينان ورکوي چې د اسلامي امارت د جهاد کاروان به د اسلامي نظام د اقامې د هدف منزل ته رسېږي. د شهيد استاذ احمد ظاهر (اسلميار) د خبرو هغه برخه راخيستل شوې چې ولس ته وايي: ستاسو حقيقي دوستان هغه خلک دي چې عملاً د دښمن په خلاف جنګېږي، او د الله تعالی د دين د حاکميت، او د فساد د مخنيوي په مقصد قربانۍ ورکوي.

%db%b6

يمنی عرب عالم (شيخ خالد با‌طرفي) د عربي نړۍ مسلمانانو ته وايي چې: افغانان ستاسې لپاره له دين سره د وفادارۍ او د هغه د نصرت لپاره د قربانۍ په ډګر کې غوره مثال دی. هغوی د هر ډول سختيو په حالت کې له دين څخه لاس وانه خيست. هغه وايي چې: امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد، طالبانو او غيرتي افغان ولس د امت له مجاهدينو او مهاجرينو سره ودرېدل او لا تراوسه ولاړ دي.

%db%b7

%db%b8

د فلم په پای کې د ويناوو په برخه کې د شمال د يو تن مجاهد عالم مولوي محمد ظريف د وينا يوه ټوټه راغلې چې خلکو ته دا واضح کوي چې: د هېواد اوسنۍ قانون چې د اشغال په وخت کې جوړ شوی يو کفري قانون دی. هغه همدارنګه د کفارو ترڅنګ د ولاړو عالمانو د دعوی پر بطلان غږېږي چې وايي: پرون د روسانو په خلاف جګړه فرض وه، خو نن د امريکا او د هغې د ملګرو په خلاف جګړه حرامه ده. هغه وايي: دغه ډله عالمان (علمای سوء) دي. خپل عقل، فکر، ضمير او خپل هر څه يې د ډالرو په مقابل کې امريکايانو باندې خرڅ کړي دي.

فلم يوه قوي مقدمه هم لري، چې په امت کې د مجاهدينو د مهمې او لوړې مرتبې پر موضوع غږېږي. مقدمه د درويش په خوږې او فصيحې نطاقۍ لوستل شوې ده.

د فلم عمده صحنې:

د فلم مهمې صحنې پدې ډول دي چې د مجاهدينو يوه فرهنګي ډله د افغانستان د (شمال غرب) په ولايتونو کې د خلکو په منځ کې په کليو او بازارونو کې ګرځي، له عامو خلکو سره مجلسونه او مرکې کوي، له هغوئ سره غونډې کوي، او په بازارونو کې په پراخه پيمانه خپلې دعوتي او اصلاحي ليکنې او مضامين پر خلکو ويشي، او خلک يې هم ورڅخه په شوق او خوشحالۍ اخلي. عام خلک له مجاهدينو سره په ټولو صحنو کې د خپلو ديني احساساتو اظهار کوي، او په شعارونو او تکبيرونو يې بدرګه کوي.

مجاهدين په يوه صحنه کې د اخلاق فاسدوونکو فلمونو او سي ډي ګانو يوه دکان ته ورځي، هلته په مينه او مهربانۍ د دکان خاوند ته نصيحت کوي، او پدې يې پوهوي چې د ده له لوري خرڅېدونکي فلمونه او سي ډي ګان د دې مسلمان ولس د نوي نسل د فساد او په هغوئ کې د فحشا د خپرېدو عوامل برابروي. دکاندار هم د مجاهدينو له دعوت څخه متأثره کېږي، او خپل ټول دغه ډول سي ډيان د تلف کولو لپاره ورکوي. مجاهدين د اخلاقي فساد د محتوی لرونکي سي ډيان په يوه ځای د ډېرو خلکو په مخ کې په يوه خلاص مېدان کې سوځوي، خلک هم د دې صحنې په لېدو احساساتي کېږي او د تکبيرونو غږونه  پورته کوي.

په نورو صحنو کې مجاهدين خلکو ته د جهاد مقصد بيانوي، هغوی له دين او خپلو ارزښتونو څخه دفاع ته تشويقوي، او دا ورته روښانه کوي چې روان جهاد يوازې د طالب جګړه نه ده، بلکې دا د کفارو او د هغوئ د ملګرو  په مقابل کې له اسلام څخه د دفاع جګړه ده چې ټول مسلمانان بايد ورکې خپل مسؤوليت احساس کړي، او د توان تر حده برخه ورکې واخلي. خلک په شور او ولولو له مجاهدينو سره د تعهد غږونه پورته کوي، او د ژوندي دې وي مجاهدين شعارونه ورکوي.

د فلم په يوه بله صحنه کې مجاهدين په باراز کې پر ماشومانو چاکليټ او خواږه وېشي. عام خلک، ځوانان او سپين ږيري مطبوعاتي ډلې ته د دوئ سيمې ته د مجاهدينو د ورتګ له امله د خپلې خوښۍ او اطمينان اظهار کوي. او له اربکيانو او حکومتي قواوو څخه د بدو خاطرو حکايت کوي چې څنګه به يې ظلمونه، غلاوې او نور فجايع ترسره کول، چې د مجاهدينو په ورتګ د هغو ټولو مخه ونيول شوه.

%db%b1%db%b0

%db%b1%db%b1

د فلم مهم دلالتونه:

فلم په خپله محتوی کې مهم ديني، سياسي، اجتماعي او کلتوري دلالتونه لري چې په لاندې ډول اشاره ورته کوو:

۱ – د فلم په پيل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير (جان کيري) د سولې په اړه خبره کوي. دا چې امريکايان سوله داسې تعبيروي چې محکوم ولسونه دې د امريکايي قواوو، امريکايي پلوو نظامونو، غربي مؤسساتو، د غربي ډوله ژوند بڼې او د سيکولريزم د فکر او فلسفې شتون په خپلو هېوادونو کې ومني او د هغو په مقابل کې دې هيڅ ډول مقاومت نه کوي، بلکې له هغو سره دې يو ځای سوله ييز ژوند وکړي، نو ځکه خو په فلم کې تر هرڅه دمخه د طالبانو د شهيد شوي مشر هغه وينا راخيستل شوې ده، چې سوله ردوي، او هغه د دښمن تبليغات بولي. او د اسلامي نظام تر اقامه کولو پورې مجاهدينو ته د مسلح جهاد توصيه او پر هغه ټينګار کوي، ځکه چې هغه په دې پوهېده چې د مسلمانانو او محاربو کفارو تر منځ نه سوله امکان لري، او نه هم له هغوئ سره يو ځای سوله ييز ژوند. او همدغه د طالبانو د ديني او سياسي تفکر اصلي ټکی او د هغوئ د نظامي فعاليت هدف هم دی.

۲ – د دې فلم بل مهم دلالت دا دی چې په فلم کې لېدل کېږي چې مجاهدين پردي خلک نه دي، بلکې د همدې ولس بچيان دي چې د همدې ولس په منځ کې اوسېږي، او له اسلام او وطن څخه د دفاع ترڅنګ د خپل ولس د فکري تنوير لپاره دعوتي پروګرامونه هم لري. دغه فلم د اشغالګرو او د هغوئ د ملګرو هغه ادعا باطلوي چې وايي چې مجاهدين پردي خلک او يا له ولس څخه تجريد شوي جنګيالي دي. بلکې ددې برعکس په فلم کې ليدل کېږي چې مجاهدين او ولسي خلک ټول د سيمې ځای اوسېدونکي دي او په پوره همغږۍ په خپلو کې سره تعاون لري.

۳ – د فلم بل دلالت دا دی چې مجاهدين د شمال په ازبک ميشتو او تاجک ميشتو سيمو کې هم هماغه ډول پراخ حضور او ولسي مقبوليت لري لکه څنګه يې چې په جنوب او شرق کې لري. د طالبانو مخالفينو به تل دا ويل چې روان جهاد تر ډېره حده په پښتون ميشتو سيمو کې د طالبانو مقاومت دی چې په نورو سيمو کې ريښې نه لري. خو د فلم له صحنو او په هغه کې د خلکو له رواني وضعيت څخه له ورايه ښکاري چې مجاهدين په شمال کې هم په پوره نظامي وجود او تسلط لري او هم پراخ ولسي مقبوليت.

۴ – د فلم تر ټولو مهم دلالت دا دی چې صحنې يې ټولې د سرپل په ولايت کې اخيستل شوي دي چې دغه سيمې د اوږدې مودې لپاره د جنرال دوستم د ځواک، تسلط او قومي ملاتړ سيمې ګڼل کېدې، خو په فلم کې له ټوليز او نظامي وضعيت او همدارنګه د خلکو له رواني حالت څخه دا له ورايه ښکاري چې په شمال غرب ولايتونو او ازبک ميشتو سيمو کې نور د دوستم د وحشتونو، ظلم او (ګلم جم توب) اسطورې پای موندلی، او خلک نور هم په هغه پسې نه ځي. خلک هلته له مجاهدينو سره پوره همغږي ښئي، او له پخواني حالت څخه د کرکې او انزجار اظهار کوي.

په فلم کې يو بل څه چې د لېدونکو پام ځانته ور اړوي هغه دا دي چې مجاهدين او ولسي خلک ټول په آزادو سيمو کې د امن، اطمينان او آرامۍ په فضا کې په کليو او بازارونو کې ژوند کوي. د خلکو په څېرو کې د وېرې، ترهې، وارخطايۍ او اضطراب علامې نه لېدل کېږي. نه دا وېره احساسېږي چې دښمن به حمله يا بمباري وکړي، او نه هم دا چې څوک به دوئ ته د امريکا ضد اظهاراتو په سبب سزا ورکړي.

د فلم په ټولو صحنو کې خلک د خوښۍ، مسکا، اعتماد او تلوسې په حالاتو کې لېدل کېږي او د مجاهدينو په لاس د سيمو  پر آزادېدلو يې د خوشحالۍ اظهار کوي. دا هر څه پردې دلالت کوي چې هلته خلک له مجاهدينو سره خوښ دي، او له هغوئ سره يې روحي پيوند اخيستی دی.

که په فلم کې د خلکو رواني کيفيت ته سړی ځير شي نو ټولې صحنې يې فطري، بې تکلفه او طبيعي دي. او د همدغه کيفيت تمثيل د فلم اصلي مقصد او منځپانګه ده.

۵ – د فلم يو بل دلالت دا دی چې داسې ښکاري چې د غربيانو را وارد شوي کلتور، لباس، فيشن او ژوند بڼې د افغاني ټولنې پر پراخو پرګنو لاتراوسه خپل رنګ نه دی غورځولی. په افغانستان کې لا خلک په خپل درانه او باوقاره افغاني لباس کې ګرځي، ځوانان او مشران يې پګړۍ پر سر کوي، او د خپلو اصيلو اسلامي دودونو پالنه کوي.

غربيانو په تېرو پنځه لسو کلونو کې پر بېلابېلو تلويزونونو، راډيوګانو، چاپي خپرونو، د فيشن نمايشونو، فرهنګي او مدني ټولنو په ملياردونو ډالر مصرف کړل، او په زرګونو متخصصين يې توظيف کړل چې د افغانانو ژوند بڼه او د هغوی کلتوري ارزښتونه په غربي هغو ورتبديل کړي، خو داسې ښکاري چې د هغوی هڅو يوازې په ښارونو کې پر ځينو محدودو خلکو خپل اغيز لرلی، او د ولس نورې پراخې پرګنی پر خپل افغاني اصالت هماغسې ټينګې پاتې دي، چې په حقيقت کې دا د افغانانو په مقابل کې د غربيانو د فکري او کلتوري يرغل پر نه کاميابۍ دلالت کوي، چې غربيانو دغه ناکامي په دې فلم کې په ډېر ښه فطري شکل کې وړاندې شوې ده.

۶ – فلم د ګرافيک او تخنيک له لحاظه هم ډېر په زړه پورې دی. او دا پردې دلالت کوي چې د مجاهدينو سټوډيوګانې اوس په دې ډګر کې کافي تجربه لري، او اېډېټران يې صحنې په ښه ډول اوډلی، ترتيبولی او ځلولی شي. داسې ښکاري چې هغوئ په دې کار کې له ښو پرمختللو سافټ ويرونو استفاده کوي، او په خورا مسلکي ډول خپل کار پرمخ بيايي.

د فلم د صحنو صحيح توظيف او له هغو سره د مناسبو ترانو ملګري کول پدې فلم کې بل هغه اړخ دی چې اېډېټرانو د صحنې پېژندنې او عالي ذوق نماينده ګي کوي. د منبع الجهاد د سټوډيو کارکوونکي او ايډېټران په دې کار تر نورو ډېر برلاسی ښکاري.

۷ – ځينو امريکايي رسنيو لکه (لانګ وار جورنال) long war journal، د جهادي خپرونو څارونکې امريکايي ادارې (سايټ) site او ځينو نور ادارو په دې فلم کې د القاعدې د يوه عالم شيخ (خالد باطرفي) د وينا د راتللو له امله ددې فلم خپرول د طالبانو له لوري له القاعدې سره د خپل تړون تازه کول وبلل، او په دې اړه يې مغرضې تبصرې خپرې کړې. دا په داسې حال کې چې په فلم يو حرف هم داسې نشته چې دغه ادعا دې تأييد کړي. خو غربي رسنيو يوازې له دې امله دغه کار د فلم مقصد وباله چې په هغه کې يوه عرب مجاهد عالم پر طالبانو او د هغوئ  قيادت د اعتماد اظهار کړی، او د افغانانو ديني غيرت او حميت يې ستايلی دی. غربي مغرضو رسنيو ته د خپلې کينې او اسلام دښمنۍ له مخې په ټول فلم کې يوازې همدغه څه د فلم د مقصد په حيث په نظر ورغلي دي، او د فلم نور ټول پيغامونه او دلالتونه يې له پامه غورځولي چې دا کار د غربي رسنيو پر بې انصافه قضاوتونو دلالت کوي.

په دې کې هيڅ شک نشته چې مسلمانان د يوه امت افراد دي، او مجاهدين په ټوله نړۍ کې له اسلام څخه د دفاع او د هغه د حاکمو لپاره جهاد کوي، او ټول بايد په خپلو کې تعاون ولري. خو په دې فلم کې اصلي هدف بيا هم هماغه (له ملت سره د مجاهدينو پيوند) دی چې غربي رسنيو ته د زغم وړ ندی، او هڅه کوي چې د خلکو توجه ورڅخه بل لوري ته واړوي. (پای)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close