له مرضونو څنګه ځان ژغورلاى شو؟

ډاکټر فصيح الله عمرزى

د ژوند تېرولو لومړی شرط دا دی چې د انسان بدن له هره پلوه پاک وي، او که په ناڅاپي توګه کوم مرض ورته پېښ شي، په درملنه کې یې ځنډ بايد ونه شي.

 هر مرض چې انسان ته پېښ شي، بايد په خپل وخت یې درملنه وشي. که انسان د ورپېښ مرض په خپل وخت درملنه ونه کړاى شي، نه يوازې دا چې په مرض اخته انسان ته به روغتيايي ستونزې زياتې کړې بلکې نور هغه انسانان چې روغه سټه لري هغوی به هم په نه پاملرنه په دې مرض اخته شي.

د انسان د روغتیا لپاره بايد ډېره پاملرنه وشي.

 تر ټولو وړاندې باید د سالمې روغتيا اصول په نظر کې ونيول شي. په لومړي سر کې بايد انسان تر خوراک مخکې او وروسته خپل لاسونه په بشپړه توګه پاک وساتي. که یې لاسونه ناپاک وي، په پاکو اوبو او صابون سره باید پرېمنځل شي. پرېمنځل شوي لاسونه بايد په پاک ټوکر وچ کړي.

که همدا پاکوالى په نظر کې ونيول شي، نو په نړۍ کې به هر کال تر پنځو کلونو کم عمره ٢٠ لکه ماشومان له ناپاکيو، نه مري.

روغتيا د انسان د ژوند بقا ده. که د بدن کومه برخه زخمي شي، بايد ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي څو یې له روغتيايي اصولو سره سمه درملنه وشي.

 که د انسان بدن زخمي شي او پټۍ پرې ونه لګول شي، پر زخم ډول ډول جراثيم مښلي. بالآخره، د انسان د غړي له زخمه جراثيم ټول بدن ته ځان رسوي او په ټول بدن کې خپريږي.

په کورونو کې تر پخلي دمخه د خوراکي شيانو، په ځانګړې توګه د سبزيجاتو او غوښي، پاک پرېمنځلو سره انسان له ناروغيو ژغورل کيږي.

 که په کورونو کې تر پخلي دمخه خوراکي توکې پوره پاک نه کړل شي، لیرې نه ده چې پردي مرضونه به هم ورته ورسيږي، چې بيا به یې درملنه ناشونې وي.

پايله دا چې، پاک خوراک، پاکه اوسېدنه، پاک ژوند او پاک اغوستل له مرضونو د ځان ژغورنې لارې دي، او که په نظر کې ونه نيول شي، نو له (٧) ميليونو انسانانو سره يوځای به دئ هم له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close