له ملا برادر اخوند سره تازه مجلس

ملا محمد صدیقي

دجمعې د مبارکې ورځې ماښام ناوخته راته يوه ملګري تلفون وکړ او له روغ بړ وروسته یې سمدواره وویل چې سباغرمې ته زما میلمه يې! ماورته د خپلې ناروغۍ عذر وړاندې کړ خو هغه ډير اصرار کاوه چې خامخا به راځې او په راتګ سره به خوشحاله شې، ما هم ورسره ومنله.
سبا یوولس بجې ټاکلي ځای ته له خپل يوه بل دوست سره يوځای ور ورسيدو، هلته نور ډیر ملګري هم راغلي و.
پوښتنه مې وکړه راته وویل شول چې ملابرادر راځي، بې حده ډير خوشحاله شوم، نور مې دروازې ته سترګې ونیولې بالآخره دوولس بجې به وې چې درې کسان رادننه شول.
د څنګ ملګري مې راته غوږ کې وويل چې دا سپین څادر والا برادر دی.
ملابرادر له ښي خوا روغ بڼ پيل کړ، زما نمبر چې راغی کوربه زه ورمعرفي کړم زه يې په غيږ کې دوه درې ځلې راټینګ کړم او پوښتنه یې راسره کوله.
له روغ بڼ وروسته يو څنګ ته کیناست او څادر يې له سرنه ليرې کړ، خپل ملګري ته يې اشاره وکړه هغه ورته سپین پاج پګړۍ یالنګوټه راوړه هغه یې له سر نه تاوکړه او له ملګروسره يې دحال احوال پوښتنه شروع کړه.
لږه شيبه وروسته يې پر يوه ملګري غږ وکړ چې تلاوت وکړي څو مشر ملاصاحب اونورو شهیدانو ته فاتحه ، دعا وکړو له دعانه وروسته يې وویل چې ستاسونه او د ټولو ملګرونه مې غوښتنه داده چې دالله جل جلاله ډیر شکر اداکړۍ چې امارت يې متحد ساتلی، دا د الله جل جلاله عظيم فضل اوکرم دی پر مونږ باندې چې د امارت صف يې واحد اومنظم راته ساتلی دی.
ملابرادر په ډيره نرمه لهجه خبرې کولې او د خبرو په جريان کې يې وویل يې چې په زندان کې تر ټولو زيات دې خبرې ته په تشويش کې وم چې که مشر ملاصاحب وفات شي نو اسلامي امارت ته به څه پېښيږي او دا فکر به مې کاوه چې ښايي د امارت صف په درې څلور مياشتو کې وپاشل شي خو په بار بار يې په دې شکرونه او حمدونه ايستل چې پاک پروردګار ډير رحم کړی چې امارت يې متحد او منظم ساتلی دی.
ملا برادر وويل له څوکلونو وروسته راته په زندان کې د راديو اسانتيا رامنځته شوه چې په خبرونو کې به ويل کېدل چې په افغانستان کې دوه لکه خلک يادرې لکه خلک بې ځایه شويدي، بې کوره شویدي نو وایې زه به ډیر ورته زوریدم او دعابه مې کوله چې الله جل جلاله ته رحم راباندې وکړې.
ويې ويل، یو ځل مې خوب ليده چې زه د قندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یم، هلته په خلکو باندې دامریکایانو او غلامانو لطرفه ډیر زيات ظلمونه شوي وي، خلک ماته ووايې چې دا څه حالت دی راباندې، د امریکایانو اوغلامانو نه شکایت راته کوي، زه ورته وایم چې زما هم پر وس څه ندې پوره، بس فقط لاسونه پورته کړم الله جل جلاله ته او دعا کوم، ټول خلک لاسونه پورته کړي او دعاګانې کوي چې الله جل جلاله مو نور له دې مصیبتونو خلاص کړي.
د هغه خبرو په ټول مجلس خاموشي خوره کړې وه او د ډيرو ملګرو له سترګو د خوشحالۍ اوښکې توييدې ويې ویل يې چې شهيد په جنت کې بار بار تمنا کوي چې الله دنیاته مې وليږه چې بيا بيا شهید شم زماهم دا تمنا ده چې ترڅو اسلامې نظام نه وې قائم شوی بیا بیا دې بندي شم خو خپل مقصد او مسير نه به تیر نه شم او خپل پاک وطن کې به بهرني ځواکونه ونه منم.
د ملابرادر تلوسه وه چې د افغانستان د ټولو مجاهدينو حالات ځانته معلوم کړي او له هر ملګري يې ځانته ځانته د خپلې سيمې د مجاهدينو او حالاتو په اړه پوښتنې کولې چې هر ملګري ورته د خپلې سيمې لنډ معلومات ورکړل.
ويې ویل کله چې دلته راتلم نو سر مې خوږیده فکر مند شوم چې ملګرو سره به څنګه مجلس وکړم خو چې کله وايې دلته را ورسیدلم او مجاهدین ملګري مې ولیدل دسر درد مې ورک شو ، ډیر متواضع انسان وو د مجلس په دوران کې یوکس را دننه شو چې د جسم نه ډیر کمزوری وو دی ورته جګ شو هغه چې هر څومره اصرار وکړ چې مه جګيږه خو دی ورته ولاړسو او ښه په مينه يې روغ بړ ور سره وکړ .
او ويل يې چې مجاهدینو ته مې توصیه داده چې مخکې مو دالله جل جلاله په لار کې دوه روپۍ مصرفولې اوس باید لس روپۍ مصرف کړئ چې مخکې مو په سنګر کې لس شپې کولې اوس باید میاشت تیره کړۍ مطلب خپل جد و جهد څو برابره زیات کړۍ چې ژر مو وطن آزاد او وطن وال مو له دې مصیبتونو خلاص شي او ژر تر ژره دالله په ځمکه دالله جل جلاله نظام راشي.
په همدې هيله مو الله جل جلاله ته سپارم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close