له موږ مرور اختره

م، نجم الرحمن (فضلي)

څلور لسيزې له موږ مرور اختره ستړی مه شې. ته د معمول مطابق تل په خپله ټاکلې نېټه راتلې. دا چې په خوښيو، سرو لاسونو او نويو جامې مو نه لمانځلې، دا زمونږ هغه مجبوري وه چې ستا ټولې خوښی يې رانه ترور کړې وې.

تا خو تل له ځان سره خوښی راوړې، خو هغه موږ يو چې ستا خوښی مو په غمونو بدلې کړې. که دا ځل مو ستا په لمانځه کې د تېر په څېر ستا خوشحالۍ وننګولې بيا د تل لپاره د خفه کېدو حق لرې.

له موږ مرور اختره!

سبا به يې په خپلو سترګو ووينې چې دا ځل دې موږ څنګه او په ډول لمانځو. که خدای تعالی ته منظوره وه، سبا ورځ به دې نه يوازې څلوېښت کلنه ګيله ختمه کړو، بلکې له ټولې نړۍ به دې سترګې زموږ خواته را کږې کړو.

له موږ مرور اختره!

 سبا ورځ دلته په لکونو کونډې د تېر په څېر هغه له غمونو ډک تور ټيکری نه پر سر کوي، او نه هغه د بې وسۍ، مجبورۍ او ناچارۍ له نښو ډک قميص اغوندي، بلکې د دې لپاره چې بيا له موږ مرور نه شې سبا ورځ دوی سره شالونه پر سر کوي، بخملي قميصونه به اغوندي، او هغه سپور لاسونه چې لسيزې يې نکريزې نه دي ليدلي په ډول ډول ګلانو رنګوي.

سبا ورځ دلته کونډې د تېر په څېر د سهار په چايو خپلو يتيمانو ته د ارمانجن او ځوانيمرګ پلار ارمانونه نه په زړه کوي، او نه د ورځې په اوږدو کې د خپل ژوند ملګري پاتې نښو ته اوښکې تويوي، بلکې سبا د خپلو سترګو له تورولو وروسته خپلو يتيمانو ته هم لکۍ دارې سترګې ور توروي.

له موږ مرور اختره!

 سبا ورځ دلته په ميليونونو يتيمان د تېر په څېر په خپلو سپېرو وېښتانو ګردونه نه پرېږدي، او نه د تېر په څېر له پيوندونو ډکې جامې اغوندي، او نه دوی د خپل کور ديوال ته ډډه وهلي لاس تر زنې کښيني، بلکې دا ځل دوی هم ستا لخوا په راوړل شويو خوشحاليو کې ځان د کلي له نورو ماشومانو او هلکانو کم نه ګڼي.

له موږ مرور اختره!

سبا ورځ دلته په لکونو بورې ورارې ميندې په خپل لختې جګر پسې د آه او فرياد له امله درد نيولي سرونه د تېر په څېر په ريتاړو نه تړي، او نه د ځوانيمرګ زوی له ور پاتې شيانو سره خبرې کوي، او نه د هديرې پر لور د ځوانيمرګ زوی د جنازې وړلو صحنه ور په يادوي.

له موږ مرور اختره!

 سبا ورځ له هيواد د باندې مسافر هم د پخوا په شان غريو نيولي له يو بل سره مرور نه پاتې کيږي. دوی هم په هيواد کې د خپلو کورنيو د بې ساري خوشحاليو په ليدو له خپلو سترګو د خوشحالی اوښکې تويوي، او له خپلې کورنی سره په دې خوشحاليو کې د نه ګډون لاسونه مروړي.

په ګران هيواد افغانستان کې د تل پاتې سولې او اسلامي نظام په هيله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close